د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ځلاند: چین غواړي په افغان سوله کې څرګند رول ولوبوي


د افغانستان یو غیر دولتي پلاوی چین ته له یوه سفر وروسته وایي، دغه هېواد هڅه کوي څو افغانستان د سولې په راتلونکي څلور اړخېزه ناسته کې ګډون وکړي.

سره له دې چې د افغانستان د سولې په اړه تېرو پنځو څلور اړخېزو غونډو کومه ښکاره نتېجه یې نه درلوده خو چین ته تللی غیر دولتي افغان پلاوی وایي، چیني چارواکي هڅه کوي ترڅو افغانستان د سولې په اړه په شپږمه څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

د دغه پلاوي یوه غړي او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند چې د سولې او جګړې د مرکز له لوري چین ته تللي و، د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه هېواد غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې څرګند رول ولوبوي.

د افغانستان د سولې په اړه تېرو پنځو څلور اړخېزو غونډو کومه ښکاره نتېجه یې نه درلوده
د افغانستان د سولې په اړه تېرو پنځو څلور اړخېزو غونډو کومه ښکاره نتېجه یې نه درلوده

ښاغلي ځلاند زیاته کړه:

"چین غواړي پاکستان وهڅوي څو هغه ژمنې چې کړې یې دي عملي کړي او هم د افغانستان له حکومته غواړي چې دغو بحثونو ته دوام ورکړي، کومې هڅې چې چین هېواد کوي حتمن به نیتجه ورکړي ځکه کوم سوله ییز سیاستونه چې چین مخې ته کوي په هغه کې افغان حکومت او عام وګړي ورسره مرسته کوي."

ښاغلي ځلاند وویل، د افغانستان حکومت د دې لپاره چې پاکستان په تېرو څلور اړخېزو ناستو کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نه غواړي چې د سولې په اړه په راتلونکي څلور اړخېزه ناسته کې چې تمه ده په اسلام اباد کې جوړه شي ګډون وکړي.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د جولای له ۱۸ تر ۲۲ نېټې پورې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د چین د رسمي بلنې په اساس دغه هېواد ته تللی.

دغه اژانس وایي، یاد پلاوی له چیني چارواکو سره د افغانستان روان وضعیت او په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو د حضور په اړه خبرې کړې دي.

تر اوسه د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون پنځه څلور اړخېزې ناستې په کابل او اسلام اباد کې شوي دي.

د افغانستان حکومت پاکستان ملامتوي چې په دغو ناستو کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان د چین له مرستو مننه کوي خو ټينګار یې دا دی تر هغې چې پاکستان د تېرو ناستو په ژمنو عمل ونه کړي د دا ډول ناستو ترسره کېدل به ګټور نه وي.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني په دې اړه وویل:

"لکه څنګه چې د افغانستان جمهور رئیس په دې وروستیو کې په واضح ډول وویل چې افغانستان په دې مرحله کې له پاکستانه تمه نه لري چې افغانستان ته سوله راوړي بلکه کوم انتظار چې درلود هغه دا و چې پاکستان په څلور اړخېزه ناسته کې په شوېو ژمنو عمل وکړي."

ښاغلي مستغني همدارنګه وویل چې پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې ژمنه کړې وه چې د هغو وسله والو طالبانو په وړاندې به اقدام وکړي چې سوله نه غواړي، خو وایي چې تر اوسه پاکستان په دې ژمنې عمل نه دی کړی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دې وړاندې ویلي چې پاکستان څخه نه غواړي چې طالبان دې د سولې میز ته حاضر کړي بلکې دغه هېواد باید په خپلې خاورې کې د وسله والو مخالفینو ځالې له منځه یوسي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG