د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

عزیز: هڅه کوو افغان طالبان په ۳ اوونیو کې د سولې خبرو ته حاضر شي


د نړیوالو چارو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز
د نړیوالو چارو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز

اسلام اباد وايي، د افغانستان د سولې د زیارونو د هماهنګي لپاره د څلور اړخیزې ډلې او خبرو ته د طالبانو د راوستلو هلې ځلې روانې دي.

په داسې وخت کې چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د سولې د زیارونو په هکله د پاکستان په صداقت بې باوری دی چې د نړیوالو چارو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز هیله څرګندوي چې روانې هلې ځلې په نږدې اونیو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل کړي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

"د څلور اړخېزې ډلې له خوا هلې ځلې بیا هم روانې دي، موږ کوښښ کوو که دوی په دوو یا درېیو اونیو کې د سولې خبرو ته راشي ښه به وي."

په افغانستان کې د سولې د زیارونو د هماهنګي لپاره څلور اړخېزه ډله کې امریکا، پاکستان، چین او افغانستان شامل دي. دغې ډلې پنځه ځلي غونډې کړي دي.

په افغانستان کې د سولې د زیارونو د هماهنګي لپاره څلور اړخېزه ډله کې امریکا، پاکستان، چین او افغانستان شامل دي
په افغانستان کې د سولې د زیارونو د هماهنګي لپاره څلور اړخېزه ډله کې امریکا، پاکستان، چین او افغانستان شامل دي

د څلورمې غونډې په پای کې یې چې په تېرې فبروري میاشتې کې په کابل کې وشوه وویل شول چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې به ژر پیل شي. خو طالبانو د دغو غونډو فیصلې او غوښتنې رد کړې.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي چې په افغانستان کې سوله راوستل وخت غواړي او د خبرو له پیل سره سم به د حل لاره پیدا شي.

دی وايي:

"امنیت په څو اونیو کې نه راځي. باید ورته وخت ورکړل شي. یوازې پاکستان په دې لار کې هلې ځلې نه شي کولای د څلور اړخېزې ډلې نور غړي هېوادونه، چین، امریکا او افغانستان هم له دوی سره اړیکې لري او دوی هم ګڼې ډلې دي. ټول باید ښه کوښښ وکړو څو دوی خبرو ته حاضر شي. اصلي خبره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ ده او یو ځل چې خبرې پیل شوې د حل لار به پیدا شي."

جمهور ریس محمد اشرف غني په دې وروستیو کې وویل چې موږ له پاکستانه سوله نه غواړو.
جمهور ریس محمد اشرف غني په دې وروستیو کې وویل چې موږ له پاکستانه سوله نه غواړو.

د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني په دې وروستیو کې وویل چې موږ له پاکستانه سوله نه غواړو.

هغه دا خبره وروسته له دې وکړه چې د څلور اړخېزې ډلې غونډو کومه نتیجه ورنه کړه او طالبانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

کابل له اسلام آباده غوښتي دي چې د څلور اړخېزې غونډې له پریکړو سره سم باید د هغو طالبانو خلاف چې سوله نه مني عملي اقدام وکړي.

سره له دې چې پاکستان څو ځلي ویلي دي چې د سخت دریځو په وړاندې مبارزه یې دوام لري خو ویل کیږي چې دغه هېواد یوازې هغه سخت دریځي چې ګټو ته یې تاوان رسوي په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG