د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

ارګ: شانګهای کې پاکستاني لور سره د لیدو موضوع نه ده نهایي شوې


جمهوري ریاست وایي، د شانګهای د غونډې په څنډه کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان پلاوي د لیدو موضوع نه ده نهایي شوې.

جمهوري ریاست وایي ولسمشر اشرف غني د شانګهای د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې د دغه سازمان د یو شمېر غړېو له مشرانو سره ګوري خو له پاکستاني پلاوي سره یې لیدل نه دي نهایي شوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني لوري له افغان چارواکو سره د لیدو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"د پاکستان له خوا له ولسمشر او دغه راز د بهرنیو چارو له وزیر او ښاغلي اتمر سره د سرتاج عزیز د لیدو غوښتنه شوې خو تر اوسه دا لیدنه نه ده نهایې شوې."

د ښاغلي مرتضوي په خبره ولسمشر غني به د شانګهای د غونډې په څنډه کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان له چارواکو سره دوه اړخېزې لیدنې ولري.

اخوا ازادي راډیو چې کوم معلومت تر لاسه کړي دي، د هغو له مخې به د افغانستان ولسمشر د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه وغواړي چې پیکنګ پر اسلام اباد فشار راولي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د لیدنو د تایید په صورت کې د شانګهای د غونډې تر څنګ ښایي ولسمشر او یا هم د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار له پاکستاني لوري سره د تورخم پر موضوع مفصلې خبرې وکړې.

مستغني: پاک-افغان چارواکي به په تورخم هم وغږیږي.
مستغني: پاک-افغان چارواکي به په تورخم هم وغږیږي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"په هره کچه چې دغه لیدنه وشي، کوم مسایل چې ما ورته اشاره وکړه په اړه به یې هر اړخېزې خبرې وشي."

افغانستان او پاکستان چې د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکي دي، تېره اوونۍ د تورخم په بندر کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د تاسیساتو د جوړېدو پر سر د درېیو ورځو لپاره په وقفه یې توګه وسله والو نښته وکړه چې دواړو لورو ته یې تلفات هم واړول.

تر دې نښتو وروسته په دې اړه اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه خبرې هم وشوې او دواړو لورېو موافقه وکړه د دې ستونزې په اړه به د یوه مېکانېزم په جوړولو سره خپلو کې خبرو ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي بیا وایي، د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین په مشرۍ پلاوی اجرایوي واک نه لري او دا لیدنه به بې ګټې وي.

سعیدي: د ممنون حسین په مشرۍ پلاوی اجرایوي واک نه لري.
سعیدي: د ممنون حسین په مشرۍ پلاوی اجرایوي واک نه لري.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"د پاکستان ولسمشر ممنون حسین یو بې صلاحیته او تشریفاتي شخصیت ده. که له هغې سره وګوري او یا ونه ګوري، هیڅ تاثیر به ونه لري."

نوموړی سپارښتنه کوي چې د ډیورنډ کرښې د سرغړونو په اړه باید افغان حکومت ملګرو ملتونو او خپلو نورو نړیوالو متحدینو ته مراجعه وکړي.

جمهوري ریاست بیا وایي، د ډیورنډ موضوع د حکومتونو نه بلکې د دغې کرښې دواړو خواو ته د پرتو ولسونو موضوع ده چې په اړه یې پریکړه وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG