د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د افغان حکومت او طالبانو د سولې په وروستۍ خبرو د ګارډین تبصره


ګارډین ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسئلې ته اشاره کړې ده.

دغه ورځپاڼه لیکي چې په قطر کې دواړو لوریو نېږدې دوه اوونۍ مخکې او تیره میاشت مخامخ خبرې کړي دي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان حکومت او طالبانو په رسمي ډول د دې خبرو تائید نه دی کړی، خو ګارډین لیکي چې په دې خبرو کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا منان اخند هم برخه لرله.

ګارډین لیکي چې دغه پټې خبرې دوه ځله په دوحه کې ترسره شوې دي، په هغه ځای کې چې په ۲۰۱۳میلادي کال کې طالبانو خپل سیاسي دفتر پرانېست.

ورځپاڼه د طالبانو د سرچینو په وینا لیکي چې د دوی د پخواني مشر ملا عمر زوی محمد یعقوب به هم له دې خبرو سره په دوحه کې یوځای شي.

ورځپاڼه لیکي چې دا خبرې په داسې ورځو کې شوې دي چې طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو کابل د دې بریدونو سربېره هڅې کوي چې د افغانستان د شخړو لپاره یوه سیاسي حل لاره پیدا شي او د دې هڅو په ترڅ کې حکومت تېره میاشت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‎اسلامي سره روغه جوړه وکړه.

ګارډین لیکي:

له طالبانو سره د سولې مخکنۍ هڅې ناکامه شوې دي، ورځپاڼې بیا د لویدیځ د یوه پوځي چارواکي نظر رااخیستی دی چې وایي، د افغانستان د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو له وروستیو بریدونو داسې ښکاري چې دغه وسله‎وال د سیاسي حل‎لارې پر ځای پوځي حل لارې ته لومړیتوب ورکوي.

افغانستان کې د بې امنیو په ترڅ کې یوه بله چاپي خپرونه، د بې سرحده خبریالانو د ټولنې خپرونه په یوه مطلب کې پر افغان حکومت غږ کړی دی چې د افغان خبریال یعقوب شرافت د وژلو د قضیې سم تحقیق وکړي.

ناپیژانو وسله‎والو یعقوب شرافت د یکشنبې په ماښام د زابل مرکز کلات کې وواژه. دی د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون خبریال و.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې د اسیا د برخې مسؤل وایي، افغانستان د خبریالانو لپاره یو ډېر خطرناک ځای دی او موږ له افغان پولیسو غواړو چې دا قضیه وسپړي.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې خپرونه بیا لیکي چې تر دې پېښې مخکې په جنوري کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال محمد زبیر خاکسار په ننګرهار کې ووژل شو او په جون میاشت کې امریکایی فوټو ژورنالېست ډیویډ جیلکي او د هغه ژباړونکی ذبیح اله تمنا هغه وخت ووژل شول چې د افغانستان جنوب کې یې په موټر کې سفر کاوه.

خپرونه کې وړاندې یادونه شوې ده چې له ۲۰۰۱میلادي کال راپه دې خوا چې امریکایي ځواکونه افغانستان ته تللي دي لږ تر لږه ۲۷ خبریالان په دغه هېواد کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG