د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

ارګ: د طالبانو ځینو ډلو د سولې خبرو ته تمایل ښودلی


ارګ ماڼۍ وایي چې له حزب‎اسلامي سره د سولې تر توافق‌نامې وروسته د وسله‎والو طالبانو ځینو ډلو هم له افغان حکومت سره خبرو ته تمایل څرګند کړی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تائید کړه چې د طالبانو د رهبرۍ په کچه ځینو کسانو له افغان حکومت سره اړیکې نیولي او مذاکراتو ته‌یې تیاری څرګند کړی دی.

که څه هم ښاغلي مینه‎پال په دې اړه ډېر جزئیات وړاندې نه‎کړل خو ویې‌ویل چې افغان حکومت هم بین‎الافغاني مذاکراتو ته لومړیتوب ورکوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړنه:

"له حکمتیار صاحب سره د افغان حکومت د سولې له تړون وروسته ځینو طالب کړیو د سولې او مذاکراتو په چوکاټ کې د داخلېدو پیغامونه ورکړي دي. افغان حکومت هم په دې باور دی چې بین‌الافغاني مذاکرات تلپاتې سولې ته د رسېدو تر ټولو ښه لاره ده او ټولې هغه ډلې چې سولې ته میلان لري افغان حکومت ورسره د مذاکراتو لپاره اماده دی."

له طالبانو سره د سولې پټې خبرې په وروستیو ورځو کې په رسنیو کې په تود بحث بدلې شوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ځینو رسنیو قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پټو خبرو په هکله راپورونه خپاره کړي.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې ویلي چې دا مذاکرات د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د ورور ملاعبدالمنان اخوند تر منځ شوي دي.

ځینو رسنیو د طالبانو د ځینو منابعو له قوله ویلي چې ډېر ژر به د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب هم په دغو مذاکراتو کې چې په قطر کې به ترسره شي ګډون وکړي.

خو افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر اوسه د دې مخامخ خبرو په اړوند څه نه‎دي ویلي.

تر دې وړاندې افغان حکومت بریالی شو چې د حزب‎اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې توافق‌نامه لاسلیک کړي.

د قطر غیر رسمي خبرو کې له افغان حکومته طالبانو درې غوښتنې کړي
د قطر غیر رسمي خبرو کې له افغان حکومته طالبانو درې غوښتنې کړي

په عین حال کې یو شمېر سیاسي څېړونکي هم د سولې برخه کې د ملي یووالي حکومت هلې ځلې ستایي خو وایي چې د افغانستان کړکېچ سیمه‌يیز او نړیوال اړخونه هم لري چې باید ورته پام وشي.

قاضي لودین یو له دغو څېړونکو څخه دی چې په اړه‌یې وایي:

"سولې ته رسېدل مو یو ستر ارمان دی، خو دا وخت ته اړتیا لري او په یو یا دوو ملاقاتو او لیدو کتو نه‎کېږي. که موږ بین‌المللي منازعاتو او همداراز په هېواد کې منازعاتو ته وګورو چې نېږدې څلوېښت کاله په افغانستان کی جریان لري دا بهرني ابعاد هم لري."

له حزب‎اسلامي سره د سولې له تړون وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د پټو خبرو په اړه د راپورونو خپرېدل خلک ډېر خوښ کړي او هغوی هیله لري چې دا خبرې نتیجه ورکړي او په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي.

ښاغلی لودین هم وایي چې افغانان له جنګ نه سخت ستړي شوي او له هر څه نه لومړیتوب سولې ته ورکوي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG