د پاکستان د سند صوبې مرکز کراچۍ کې د شیعهګانو پر یوې امامبارګاه بمي برید شوی چې ګڼو خلکو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کراچۍ ښار امنيتي چارواکي وايي چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ ناوخته د دې ښار د "لیاقتاباد" په "اېف سي" سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې نامعلومو موټرسایکل سپرو ترهګرو پر یوې امامبارګاه لاسي بم وغورځاوه او وتښتېدل.
د چارواکو په خبره، په دغه برید کې یو ماشوم وژل شوی او د ۸ مېرمنو او ۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان دي چې د کراچۍ عباسي شهید روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
د یاد ښار امنیتي چارواکي وایي چې د برید پر مهال امامبارګاه کې د محرم میاشتې په مناسبت د ښځو مجلس روان وو چې لسګونو ښځو او ماشومانو پهکې ګډون درلود.
د پېښې یوې عيني شاهدې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه بمي چاودنه کې ډېر زیان ښځو او ماشومانو ته اوښتی دی.
دا وايي:
"زموږ مجلس ختم شوی وو، موږ نذر وېشه، ځینې ښځې او ماشومان له امامبارګاه وتلې وې او ځینې دننه وې چې یو دم یوه زوروره چاودنه وشوه. کله چې موږ بهر راغلو، نو ښځې او ماشومان په وینو کې لت پت پراته وو."
د کراچۍ د عباسي شهید روغتون یو ډاکټر چې د امامبارګاه د بمي برید ټپیان ورته وړل شوي له رسنیو سره خبرو کې وویل چې په ټپیانو کې د درې تنو روغتيايي حالت مرګونی دی چې له املهیې ښايي د مړو شمېر پورته شي.
که څه هم وسلهوال ترهګر پر امامبارګاه تر بمي برید وروسته له سیمې وتښتېدل چې له املهیې شیعهګانو د امامبارګاه مخې ته احتجاج وکړ، خو پولیسو او نورو امنيتي ځواکونو سیمه تر رسېدو وروسته محاصره کړه او احتجاج کوونکو تهیې ډاډ ورکړ چې د پېښې عاملین به ژر ونیسي.
کراچۍ د پاکستان د سند صوبې مرکز او د دې هېواد تر ټولو ستر تجارتي ښار دی چې په دې وروستیو کې پهکې پولیسو او رینجر ځواکونو د ترهګرو، قلنګ اخیستونکو او انسان تښتوونکو پر ضد هدفي عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.
د سند صوبې وزیر اعلی مراد علي شاه او نورو چارواکو کراچۍ ښار کې پر امامبارګاه بمي برید غندلی او اړوندو ادارو تهیې د تحقیقاتو امر ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان، په ځانګړې توګه د دې هېواد په سند صوبه کې هر کال د مذهبي تاوتریخوالي پېښې او د شیعهګانو پر امامبارګاګانو بمي چاودنې او بریدونه کېږي چې ګڼو شیعهګانو ته پهکې مرګ ژوبله اوړي.
راپور: ذبیح مومند