د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

اکسین: د غوراوي کمېټې کارونه له ستونزو سره مخامخ دي


د انتخاباتو د پیاوړتیا لپاره د مدني ټولنو شبکه یا اکسین د غوراوي پر کمېټې له انتقاد سره وايي چې دې کمېټې باید د قانون په رڼا کې ځانګړي معیارونه تصویب کړي وای.

اکسین وايي، د غوراوي کمېټه نه ده توانېدلې تر څو د کمېشنرانو په حیث د چا د معرفي کېدو لپاره ځانګړي معیارونه واضح کړي.

یاده شبکه وايي، که د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنرانو د ټاکل کېدو لپاره ځانګړي معیارونه تصویب شوي وای د اسنادو څېړلو پروسې به دومره وخت نه نیوه.

د دې شبکې مشر جانداد سپین غر د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د روانې پروسې له شفافیته هر کلی وکړ، خو وايي چې دا پروسه لا هم له تخنیکي ستونزو سره مخ ده.

هغه زیاته کړه:

"تمه دا وه چې دوی به یو شمېر ځانګړي معیارونه چې قانون یې یادونه کړې تصویب او قانوني طرزالعمل به رامنځته کړي، که معیارونه ځانګړي شوي وای دارالانشا کولای شول چې د معیارونو له مخې کار وکړي نو دا اړتیا نه وه چې دوی داسې ورو کار وکړي."

ښاغلی سپین غر وايي چې د شرایطو وړ کسانو لپاره باید کتګورۍ موجودې او هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د انتخاباتو اړوند برخو کې زده کړې او تجربه لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د غوراوي کمېټې غړیو د خپلو کارونو په دوهم پړاو کې د ۵۰۰ کسانو له ډلې څخه د شاوخوا ۱۷۰ غوښتونکو اسناد څېړلي دي.

په لومړي پړواو کې د ۷۲۲ کسانو څخه یې ۵۰۰ توانېدلي و چې ټاکل شوي معیارونه پوره او دویم پړاو ته لار پیدا کړي.

په ورته وخت کې د غوراوي کمېټې غړی یوسف رشید وايي چې د قانون له مخې به یوازې هغه کسان وروستي لست ته لار پیدا کړي چې د انتخاباتو اړوند برخو کې یې زده کړې کړې وي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"د قانون شرایط لومړیتوب لري، کاري تجربه، د تحصیل رشته چې قانون هغه ټاکلي لکه حقوق، سیاسي علوم، شرعیات، اقتصاد، مدیریت او ټولنپوهنه هغه موارد دي چې موږ نشو کولای له هغې پرته څه شامل کړو. "

د معلوماتو له مخې د ټولو غوښتونکو له ډلې ۲۱ کسان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۱۵ نور یې د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې د کمېشنرانو په توګه د ټاکل کېدو لپاره جمهور رئیس ته ورپېژندل کېږي.

جمهور رئیس بیا له دې ډلې اووه کسان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پنځه کسان نور یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته د کمېشنرانو په حیث ټاکي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG