د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران څه وخت ټاکل کېږي؟


د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیو د ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټه وايي، احتمال لري چې تردوو میاشتو پورې به، د انتخاباتي کمېسیونونو، نوي غړي خپل کار پیل کړي.

د دې کمېټې غړی یوسف رشید وايي، د روانې اوونۍ ترپاې پورې به، د انتخاباتي کمېسیونو دغړیتوب لپاره، د کاندیدانو د اسنادو څېړل پیل شي.

افغان حکومت د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات، په انتخاباتي نظام کې اصلاحاتو پورې تړلي ګڼي.

له همدې امله د غوراوي کمېټې د جمهور رئیس د تقنیني فرمان په اساس، خپل کار د تېرې اوونۍ په پاې کې پيل کړی او په پام کې ده چې په راتلونکو څه کم دوو میاشتو کې، د وړو کاندیدانو لست، جمهور رئیس ته وسپاري.

جمهور رئيس به له ۲۱ غوره شویو کسانو څخه ۷ کسان، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړیو په توګه، وټاکي.

همدارنګه ۱۵ کسان به د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره غوره شي چې جمهور رئیس به ترې، ۵ کسان وټاکي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د غوراوي د کمېټې غړی یوسف رشید وايي:

"یوې اوونۍ ته ضرورت لرو چې اسناد ترلاسه کړو، له دې پروسې وروسته هڅه کوو چې په یوه یا یوه نیمه میاشت کې، د بررسۍ بهیر بشپړ کړو چې دا هم د خلکو د غوښتنلیکونو له اندازې پوره اړه لري چې وړاندې کېږي."

بلخوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د غوراوي کمېټې د کار د دوام پر وړاندې عبرګون ښيي.

د دې کمېسیون غړي عزیز بختیاري، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"طبیعي ده کله چې موږ په درغلۍ تورن شوي یو، زموږ د درغلۍ نتیجه څه ده، زموږ د درغلۍ نتیجه هغه کسان دي چې اوس حکومت کوي، که موږ د دې درغلۍ جزا وینو، نو هغه کسان چې له دې درغلۍ ګټه اخلي باید ځواب ووايي،که نه نو، زه فکرکوم دا یو ډول زور او د قانون ګوښه کول دي چې زما په اند د هېواد په ګټه نه دي."

د جمهوري ریاست یوې منبع ازادي راډیو ته ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو اوسني غړي هم کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه د غوراوي کمېتې ته وسپاري او که په شرایطو برابر وو، د دوهم ځل لپاره به د کمېسیونونو غړي شي.

دا چې د انتخاباتي کمېسیون یو غړی د غوراوي د کمېټې کار غیرقانوني ګڼي د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال، ګل احمد مددزی یې په اړه وايي:

"نظام په مجموع کې د مجبورۍ په حالت کې له اساسي قانون څخه بهردی او دا چې د انتخاباتو کمېسیون، په دې برخه کې د حکومت فرمان غیر قانوني ګڼي، د اساسي قانون له مخې دا خبره پر ځای نه ده."

د انتخاباتي کمسېونونو د غړیو له ټاکلو سره به، د انتخاباتو لپاره عملي کارونه پیل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG