د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د شرایط وړ کسانو د اسنادو اروزنه پیل شوه


د "انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو غوراوي کمېټې" د هغو کسانو د اسنادو ارزونه پیل کړې چې غواړي په انتخاباتي کمېسیونو کې غړیتوب ولري.

دې کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوم لیکنې له پروسې سره هم‎مهاله د غوراوي کمېټه وايي چې د وړو کسانو د اسنادو ارزونه‌یې د پنجشنبې په ورځ پیل کړې ده.

د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې ویاند یوسف رشید وايي، د اسنادو له ارزونې وروسته به په شرایطو د برابرو کسانو نوملړ وروستی شي.

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"موږ لومړۍ مرحله چې د تثبیت او تفکیک ده پیل کړه، په دې مرحله کې به موږ د هغو اسنادو ارزونه کوو چې رارسېدلي دي او دا به معلومه کړو چې ایا دوی په شرایطو برابر دي او که نه؟ د دې مرحلې وروسته به د څېړنې او په شرایطو د برابرو کسانو د نوملړ پروسه پیل شي."

د ښاغلي رشید په خبره په شرایطو د برابرو کسانو څخه د انتخاباتو د کمېسیون لپاره د ۲۱ کسانو او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره د ۱۵ کسانو نومونه به ولسمشر ته واستول شي.

ولسمشر غني به له یادو کسانو ۷ تنه د انتخاباتو د کمېسیون او پنځه تنه به‌یې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره د کمېشنرانو په توګه غوره کړي.

له افغان حکومته د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول دي.

یوه ورځ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د بروکسل په ناسته کې په انتخاباتي نظام کې پر اصلاحاتو تأکید وکړ.

پر اساسي قانون د ولسي جرګې د څار کمېسیون غړی عبدالودود پیمان وايي، خلک هیله لري چې د غوراوي کمېټې چارې دې شفافې وي.

ښاغلي پیمان زیاته کړه:

"د غوراوي کمېټې غړي مجبور دي چې د نړیوالو ډونرانو د ملاتړ لپاره داسې څېرې کمېسیون ته راولي چې خلکو ته د منلو وي او ان‌شاءالله چې هغوی به په هېواد کې د شته ستونزو د حل لپاره ښه کارونه وکړي."

دا چې د انتخاباتي نظام د اصلاح په برخه کې به له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنې تر کومه عملي شي د وخت په تېرېدو به روښانه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG