د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

فیفا: د غوراوي کمېټه کې باید مداخله ونه‌شي


یو شمېر مدني ټولنو د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټې له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د دغې کمېټې له مسؤلینو غواړي چې خپل کارونه شفاف او په بې‌پرې ډول ترسره کړي.

د انتخاباتو په چارو پورې اړوند د مدني ټولنو کاري ګروپ د انتخاباتو په اړه جوړې شوې غونډې ته پر دې خبره ټینګار وکړ چې د غوراوي کمېټه باید ولسمشر ته د غړو په معرفي کولو کې د تخصص، بې‌طرفۍ، نېک شهرت، قومي ترکیب او جنسیتي مسائلو تر څنګ د شفافیت اصل په نظر کې ونیسي.

د افغانستان د ازادو انتخاباتو د بنسټ "فیفا" مسؤل رحمت‌الله صالحي د یکشنبې په ورځ په دغې ناسته کې وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران باید د غوراوي کمېټې په چارو کې لاس وهنه ونه‎کړي.

ښاغلي صالحي زیاته کړه:

"انتخاباتي کمېسیونو ته د کسانو په معرفي کېدو کې د غوراوي کمېټه د متخصصیو، ژمنو او بې‌طرفه کسانو په معرفي کېدو کې تر ټولو مهم مرجع ګڼل کېږي، که حکومت او بل هر کس د دغې کمېټې په کارونو کې مداخله وکړه، نو په دې وخت کې بیا لازمه ده چې د غواروي کمېټه دغه موضوع له خلکو سره شریکه کړي او د حکومت د لاسوهنې د مخنیوي لپاره خپله وړتیا خلکو ته ثابته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د غوراوي کمېټې د تېرې اوونې په وروستیو کې انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو په هدف د سلګونه کسانو غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي.

ښاغلی صالحي وايي، دغه کمېټې اوس د ترلاسه شویو اسنادو پر څېړنې کار پیل کړی چې په خبره‌یې د یادو اسنادو څېړل به لږ تر لږه میاشت وخت ونیسي.

راپورونه وایي چې د انتخاباتي کمېسیونونو یو شمېر پخوانیو غړو هم دغه کمېټې ته غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د افغانستان ازادو انتخاباتو بنسټ د پروګرامونو مسؤل علي اصغري په دغه ناسته کې د غوراوي له کمېټې وغوښتل هغه کسان چې ښه نوم نه‎لري په انتخاباتي کمېسیونو کې دې د راتلو مخه ونیسي.

د نوموړي په خبره هغو کسانو چې په یوه ډول‌یې په ډموکراتیکو بهیرونو په ځانګړي ډول پر انتخاباتو خلک بې‌باوره کړي، د غوراوي کمېټې یې باید په انتخاباتي کمېسیونونو کې د دندو لپاره ولسمشر ته معرفي نه‌کړي.

په ورته وخت کې د غوراوي کمېټې یو غړي یوسف رشید وایي چې دوی یوازې د خلکو مسلکیتوب او وړتیا په پام کې نیسي.

د غوراوي کمېټې یو غړي یوسف رشید
د غوراوي کمېټې یو غړي یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"زموږ کارونه ډېر شفاف او علني دي، موږ تل د مدني ټولنو او مطبوعاتو حضور ته په کمېټه کې ښه راغلاست ویلی او د دوستۍ فضا مو ورته مساعده کړې، رادې شي او ودې ګوري او اوس هم ټینګار کوم چې زموږ دوستان دې په دغه کمېټه کې خپل حضور ډېر کړي."

د غوراوي کمېټې د کار تره بشپړېدو وروسته دغه کمېټه ۲۱ کسان ولسمشر ته معرفي کوي او ولسمشر له دې ډلې څخه ۷ کسان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو په توګه انتخابوي.

د دې ترڅنګ یاده کمېټه یو ۱۵ کسیز لېست ولسمشر ته استوي چې له دې ډلې څخه به بیا ولسمشر ۵ کسان د شکایتونو کمېسیون د کمېشنرانو په توګه غوره کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG