د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

ولسي جرګه د ځينو وزیرانو په اړه تصمیم نیسي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، له پلټنو وروسته به د هغو وزیرانو د استیضاح په اړه په عمومي غونډه کې تصمیم ونیول شي چې انکشافي بودجه‌یې کمه مصرف کړې وي.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډېره په وزارتونو کې د انکشافي بودجې د مصرف د څرنګوالي په اړه تاوده بحثونه وشول.

د وکیلانو له بحثونو وروسته د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د دوشنبې په ورځ‌یې د دغې جرګې مشري کوله پرېکړه وکړه چې په اړوندو کمېسیونونو کې له استجواب وروسته به د هغه وزیرانو په اړه وروستی تصمیم ونیول شي چې انکشافي بودجه‌یې کمه مصرف کړې وي.

ظاهر قدیر
ظاهر قدیر

نوموړي زیاته کړه:

"د هغه وزارتونو په اړه چې پراختیايي بودجه‌یې نه‌وي مصرف کړي او یا یې هم کمه مصرف کړې وي، تاسې محترم وکیلان مسؤلیت لرئ چې د اړوند کمېسیونونو له لارې وزیران استجواب کړئ او بیا وروسته د استجواب د پروسې د وروستي تصمیم نیونې په اړه په رسمي توګه تالار ته معلومات وړاندې کړئ."

د افغانستان د ۱۳۹۵ مالي کال ټوله بودجه ۴۴۴،۶ میلیارده افغانۍ ده چې په دغې بودجه کې ۲۷۶،۱ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۶۸،۵ میلیارده نورې افغانۍ د پراختیایي بودجې لپاره ځانګړي شوي دي.

یو شمېر وکیلانو ټینګار کاوه، هغه وزیران باید سمدستي استیضاح شي چې کلنۍ انکشافي بودجه‌یې له پنځوس سلنې کمه مصرف کړې وي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي:

"هغه وزیران چې له ۶۰ سلنه‌یې کمه بودجه‌ مصرف کړې وي دا کسان یا خو بې‌کاره او تنبل دي او یا دا هغه کسان دي چې د فساد لپاره‌یې بودجې ته لاس نه‌دی وروړی دا وزیران باید استیضاح شي."

د دغې جرګې د بل غړي عبدالقادر ځاځي ټینګار هم پر همدې و چې له اساسي قانون سره سم باید له ناکاره وزیرانو بېرته رأیه واخیستل شي.

دا چې سږ کال افغان حکومت څومره انکشافي بودجه مصرف کړې، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مالیې وزارت نظر راواخلو، خو په اخیستو یې بریالي نه‌شو.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې ولسي جرګه د قانون له مخې کولای شي چې هغه وزیران استیضاح کړي چې انکشافي بودجه‌یې کمه مصرف کړې وي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالقادر جېلاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا د ولسي جرګې مسلم حق دی چې د هر وزیر او هرې هغې ادارې له مسؤل نه چې هغه بودجه وي واحد وي پوښتنې ترې وکړي، دوی حتی استیضاح هم کولای شي، ځکه دوی د خلکو استازي دي، د هر کال لپاره ځانګړې بودجه وي، باید مصرف شي."

ښاغلی جېلاني وايي چې په وزارتونو کې د ظرفیتونو ټيتوالی، تخنیکي ستونزې او په سیمو کې ناامنۍ هغه عوامل دي چې له امله‌یې د یو شمېر وزارتونو انکشافي بودجه لکه څنګه چې باید مصرف شوې وی نه‌ده مصرف شوې.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG