د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

پاکستان په کابل کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د شیعه‎ګانو پر زیارت او جومات وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او له افغان حکومت او د پېښې له قربانیانو سره یې همدردي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‎والو ترهګرو د سې شنبې په ورځ د افغانستان په مرکز کابل کې د محرم په ورځ د شیعه‎ګانو پر یوه زیارت کارتې سخي او چهاریار جومات ډله ییز وسله‎وال برید وکړ چې په نتیجه کې یې د رسنیو د راپورنو له مخې لږ تر لږه ۱۶کسان مړه او تر ۴۰ زیات ټپیان شول.

تر دغې پېښې وروسته د افغانستان په بلخ ولایت کې هم د عاشورا پر ویر کوونکېو د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۴ کسان په‎کې مړه او ۲۶ نور په‎کې ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې دغه ترهګریز بریدونه غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره يې خواخوږي ښودلې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د کابل د ترهګریزو بریدونو د غندنې ترڅنګ یو ځل بیا ټینګار کړی چې:

"پاکستان ترهګري چې په هره بڼه او شکل وي، په کلکه غندي."

په افغانستان کې اکثریت سونيان دي، خو شعیه‎ګان هم شته چې هرکال په عاشورا کې د ویر غونډې کوي او یو شمېر یې لارو او سړکونو ته هم راوځي.

په کابل کې پر کارتې سخي زیارت او چهاریار جومات د وسله‎والو بریدونو مسؤلیت داعش وسله‎والې ډلې منلی.

كه څه هم افغانستان د پاکستان، عراق او ځینو نورو هېوادونو په شان د شعیه او سوني ترمنځ د اختلاف او تاوتریخوالي تاریخ نه لري، خو د ځینو په باور په دې وروستیو کې پر شعیه لږکېو برید د افغانانو ترمنځ د مذهبي اختلافاتو د راپارولو په موخه کېږي.

په کابل کې تر دې مخکې د ۲۰۱۱ کال د عاشورا په مراسمو هم برید شوی وو چې مسوولیت یې لشګر جنګوي ډلې منلی و، خو دا لومړی ځل دی چې په دې ښار کې د عاشورا په مراسمو کې پر شیعه‎ګانو د خونړي برید مسؤلیت داعش وسله‎والې ډلې پر غاړه اخېستی دی.

په عین حال کې د پاکستان ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو هم په کابل او بلخ کې پر شیعه ګانو ترهګریز بریدونه غندلي، دا یې شرمناک عمل بللی او دا بریدونه یې په افغانستان کې د مذهبي کړکېچ د راپارولو په موخه بللي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کارتې سخي پر زیارت او چهاریار جومات بریدونه بشري جنایت بللی، برید کوونکي د اسلام د دین د پیروانو دښمنان بللي او له خلکو او دیني عالمانو یې غوښتي چې د جنایتونو پر وړاندې دې ودرېږي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG