د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

غني: وسله‌وال په خپلو حملو د مذهبونو یووالی نه‎شي زیانمنولای


د افغانستان حکومت کابل او بلخ ولایت کې د تېرو دوو ورځو د حملو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې د بلخ ولسوالۍ خواجه غولک او د کابل په کارتې سخي کې دا حملې غندلي او جنایت‌یې بللی.

ولسمشر غني پرون د عاشورا مراسمو پر مهال وویل، ترورېستان نه‎شي کولای د ترورېستي حملو له لارې د افغانانو او په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو تر منځ نفاق واچوي.

ولسمشر غني بلخ کې بمي حمله په کلکه غندلې
ولسمشر غني بلخ کې بمي حمله په کلکه غندلې

ښاغلي غني زیاته کړه:

"دغو کسانو چې د اسلام په نوم په جنایت لاس پورې کړ او د امام حسین عزاداران‌یې په یوه سپېڅلي مذهبي ځای کې په بې‌رحمۍ سره ووژل د اسلام د سپېڅلي دین پر اصولو هېڅ باور نه‎لري. دا عمل د اسلام د سپېڅلي دین د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو تر منځ له یووالي او وحدت سره د د دوی څرګندې دښمنۍ نښه ده."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم دواړه حملې غندلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو په یوه بیان کې ویلي، هغه افراطي ډلې چې په دې حملو کې لاس لري هېڅکله د افغانانو او د افغانانو په عقایدو کې د نفاق په رامنځته کولو نه‎شي بریالي کېدای.

د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور هم دا حمله غندلې
د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور هم دا حمله غندلې

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم دا حمله غندلې او ویلي یې دي، هغه کسان چې دا ډول حملې کوي د افغانانو دیني ارزښتونو ته هېڅ راز درناوی نه‎لري.

وړمه شپه یوې وسله‎والې ډلې د کابل په کارتې سخي سیمه کې د عاشورا د مراسمو پر ګډون‎والو حمله وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي په وینا د دې حملو په نتیجه کې ۱۶ کسان مړه او ۵۴ کسان ټپیان شول او پرون په بلخ ولایت کې بیا د عاشورا پر مراسمو په برید کې ۱۴ کسان ووژل شول.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، د بلخ ولسوالۍ په پرونۍ حمله کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې افراطي وسله‎وال د محرم د لسمې یا د عاشورا پر مراسمو برید کوي.

د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر میاشت کې د کابل ښار په مرکزي برخه کې په ابوالفضل زیارت کې انتحاري حملې ۵۵ کسان ووژل او شاوخوا یو نیم سل نور يې ټپیان کړل.

کابل ښار کې د کارتې سخي پر زیارت د حملو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

XS
SM
MD
LG