د لاسرسي لېنکونه

د عاشورا یا د محرم‎الحرام میاشتې له لسمې ڼېټې څخه مزارشریف کې د حضرت علی «رض» په منسوب زیارت کې په امنه فضا کې ترسره شول.

زرګونه شیعه‎ګان حضرت علي «رض» ته په منسوب زیارت کې راټول او د امام‎ حسین د شهادت په مناسبت‌یې عزاداري وکړه، دوی په دې مراسمو کې ځانونه په ځنځیرونو ووهل او سینه زني یې هم وکړه.

مزارشریف کې د عاشورا د مراسمو په لمانځ‌غونډه کې د بلخ ولایت د سرپرست مرستیال اسحاق سروري هم ګډون درلود، ښاغلي سروري وویل چې د ټولو اسلامي مذاهبو منبع شریعت دی او افغانان له شریعت څخه په پيروي باید خپل منځ کې اتحاد او یووالی وساتي.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید هم دې مراسمو ته وینا درلوده، ښاغلي حدید وویل چې امام حسین د انسان د ازادي په لاره شهید شو.

هغه زیاته کړه چې افغانان دې هم د امام حسین د تګ‌لارې په تعقیبولو سره د خپل هېواد د ازادۍ او ابادۍ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

حدید وویل:

"اما حسین د ازادۍ په لاره شهید شو او موږ باید د هغه لاره تعقیب کړو، د خپل هېواد دښمنان او هغه کسان چې زموږ د خوښۍ زغم نه‎لري او نقاق مو په منځ کې راچوي وپېژنو."

مزارشریف کې د عاشورا د مراسمو له پیله مخکې، سهار وختي د حضرت علي منسوبې روضې ته ورغلې لارې د ټرافیکو په مخ د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا بندې شوې وې.

د حضرت علي منسوبې روضې ته ورغلې لارې د ترافیکو په مخ د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا بندې شوې وې.

د حضرت علي منسوبې روضې ته ورغلې لارې د ترافیکو په مخ د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا بندې شوې وې.

د عاشورا په مراسمو کې بلخ ولایت کې یو شمېر ځوانانو خپل ځانونه په چړو او قومه وهل او خپلې وینې یې تویې کړې.

د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي بیا د شیعه عزادارانو دا عمل د اسلامي اصولو خلاف بولي او وايي، د دې پر ځای چې خپل وینه تويه کړي، باید روغتونونو ته ورشي او هلته ناروغو کسانو ته وینه ورکړي.

د مزارشریف دوه تنه اوسېدونکي ادریس او نبي یې په اړه وايي:

"محترم عزاداران باید ځانونه په چړو ونه‌وهي او خپله وینه دې تویه نه‎کړي، دوی دې روغتونونو ته ورشي او هلته‌یې ټپي ځواکونو او ناروغانو ته وینه ورکړي."

"زموږ شیعه وروڼه ښه کار نه‎کوي چې وینه بې‌ځایه تویوي دوی کولای شي له امنیتي ځواکونو سره چې د وطن په دفاع کې ټپیانېږي وینه ورته ورکړي او بیا یې ژوند وژغوري. دوی دې د امام حسین تګ‌لاره تعقیب کړي."

د یو شمېر امنیتي تهدیداتو سره سره خو بیا هم بلخ کې د عاشورا مراسم امنه فضا کې ترسره شول.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG