د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

ولسمشر غني پر زیارتونو او سپېڅلو ځایونو حملې بشري جنایت وباله


د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني پر زیارتونو او داسې نورو سپېڅلو ځایونو حملې کول، بشري جنایات وبلل.

ښاغلي غني، د کارتې سخي پر زیارت د سې شنبې ورځې حمله، بشري جنایت وباله او ويې‌ویل چې حمله کوونکي د اسلام د دین د پیروانو دښمنان دي او له خلکو او دیني عالمانو یې وغوښتل چې د جنایتونو پر وړاندې دې ودرېږي.

ښاغلي غني چې د عاشورا د ورځې په مراسمو کې یې وینا کوله، د افغانانو یووالی یې بریالیتوب وګاڼه او ويې‌ویل چې افغانستان اوس‌مهال د پرمختګ په لور خوځېدلی، دښمنان‌یې هم زیات شوي، خو افغانانو ته په کار ده چې د دښمنانو دا ډول حرکتونه ناکام کړي.

پر سپېځلو ځایونو حمله کوونکي د اسلام د دین د پیروانو دښمنان دي
پر سپېځلو ځایونو حمله کوونکي د اسلام د دین د پیروانو دښمنان دي

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د سخي پر زیارت د تېرې شپې ترورېستي پېښې یو ځل بیا له هغو څېرو څخه پرده پورته کړه چې د اسلام او انسانیت پر خلاف پر جنایت لاس پورې کوي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې سې شنبې ناوخته دوه حمله وشوې چې لومړۍ حمله د کارتې سخي پر زیارت وشوه او دوهمه حمله په څلورمه کارته کې د چهاریار په جومات وشوه چې د دغو حملو په پایله کې د ۳ ښځو او ۲ ماشومانو په شمول ۱۶ تن وژل شوي او د ۲۶ ښځو په شمول ۵۴ تنه نور ټپيان شول.

خو د کابل علي‎اباد روغتون د عاجلې څانګې مسؤل بصیر افغان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له یادې پېښې ۱۵ مړي او ۵۳ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي دي.

د محرم‌الحرام د لسمې ورځې درناوی، له ۶۱ قمري کال راهیسي په ټوله اسلامي نړۍ کې په ځانګړو مراسمو سره کېږي.

په دې ورځ د خصرت محمد «ﷺ» لمسی حضرت امام حسین، د ده له ۷۲ ملګرو سره ووژل شول.

په کابل او نورو ولایتونو کې د دې ورځې درناوی د دعاییه غونډو په جوړولو سره کېږي.

د کابل ښار په ځینو واټونو کې تورې جنډې ځوړندې دي.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ځوانان، سپین زېږي، ښځې او ماشومان ګډون کوي او ځینې ځوانان په کوچنیو چړو او زنځیرونو ځانونه وهي.

کابل کې د محرم‌الحرام په مناسبت د شعیه‌ګانو مراسم
کابل کې د محرم‌الحرام په مناسبت د شعیه‌ګانو مراسم

ځینې ځوانان چې په چړو ځانونه وهي وايي:

"محمد حسین راضي یم، غواړم دا کرښه ژوندۍ اووسې او د دښمنانو پر وړاندې یې تازه وساتو."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال کریم خلیلي په زغرده وویل چې په دې مبارکه ورځ کې باید د سینو وهلو ډلې، لارو او واټونو ته ونه‌وځي، ځکه دا عمل د ملت په ګټه نه‌دی.

کریم خلیلي
کریم خلیلي

هغه زیاته کړه:

"زه له خلکو او په تېره له عزادارانو مننه کوم چې له امنیتي ځواکونو سره‌یې د وینې مرسته وکړه، دا له حسین سره مینه نه‌ده چې په ځنځیرونو ځانونه ووهل شي او وینې پر سړکونو تویې شي."

ده له عزادارانو هیله وکړه چې د خپلې وینې د تویولو پر ځای اړو کسانو ته وینه ورکړي.

پخوا تر دې دیني عالم عبدالوکیل ویلي چې په دې ورځ د وینې تویول یو افراطي حرکت او په اسلام کې جایز نه‌دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG