د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

صدیقي: کابل کې پر سخي زیارت حمله کې ۱۴ تنه وژل شوي


د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار درېیمه امنیتي حوزه کې د سخي پر زيارت حمله کې چې د عاشورا پر مراسمو وشوه ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وويل چې حمله کوونکی یو تن و چې د افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی او نښته پاى ته رسېدلې.

ښاغلي صدیقي ونه ویل چې مړو او ټپيانو کې امنیتي سرتېري هم شامل دي کنه.

هغه وویل، کېداى شي د مرګ ژوبلې ارقام تغيیر وکړي.

په ورته وخت کې بیا د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي رسنيو ته ويلي، حمله کوونکي څلور تنه وو چې ټول یې د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول.

تر اوسه د دغې حملې مسٶلي چا په غاړه نه دى اخيستى.

پخواني معلومات:

څو شېبې وړاندې د کابل ښار درېيمه حوزه کې کابل پوهنتون ته څېرمه د کارتې سخي په سیمه کې د «سخي» په نامه زیارت کې د اهل تشیع پر مراسمو وسله واله حمله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو سره خبرو کې پېښه تایید کړه او زیاته کړه چې حمله کوونکي درې تنه دي چې دوه یې د افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوي او یو تن لاهم زیارت کې دننه مقاومت کوي.

صدیقي وویل چې یاده حمله مرګ ژوبله هم لري خو د کره شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

بلخوا د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وايي چې د درېیمي امنیتي حوزې امر او جنايي مدیر هم ټپیانو کې شامل دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتو د څانګې مسؤل سماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل امبولانس د پېښې له ځایه ۱۸ تنه ټپيان روغتونونو ته انتقال کړي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چي لومړی چاودنه شوې او وروسته یې د ډزو غږونه هم اورېدلي.

تر دامهاله د دې حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې دتېرو څو ورځو را په دې خوا په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې د اهل تشیع مذهبه مسلمانانو لخوا د عاشورا په مناسبت مذهبي مراسم روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ګارنېزیون نن سې شنبې د یوې ابلاغیې په خپرولو سره له ټولو دیني عالمانو، کابل ښاریانو او اهل تشیع او تسنن څخه غوښتي چې د محرم‎‎‎الحرام د لسمې ورځې د یاد په مراسمو کې دې نظم په پام کې ونیسي.

د کابل ګارنېزیون وايي، څرنګه چې د هېواد اوسني امنیتي حالات د تېرو کلونو په نسبت ترینګلي دي، په کار ده چې د دې ورځې په درناوي کې له افراطي حرکاتو، واټونو ته له راوتلو او لارو او سړکونو له بندولو څخه ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG