د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

داعش د کابل ښار پر "کارتې سخي" زیارت د حملې مسؤلیت په غاړه واخیست


که څه هم امنیتي مسؤلین د کابل د کارتې سخي د تېرې شپې په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپيانو شمېر ۴۳ تنه ښيي، خو د روغتونونو مسؤلین وايي چې د یادې پېښې د قربانیانو شمېر له دې نه زیات دی.

د کابل علي‎اباد روغتون د عاجلې څانګې مسؤل بصیر افغان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له یادې پېښې ۱۵ مړي او ۵۳ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي دي.

ښاغلي افغان زیاته کړه:

"د پېښې له ځایه ۵۳ تنه ټپيان او ۱۵ مړي روغتون ته راوړل شوي، هغه ټپیان چې د درمنلې وړ و، تداوي یې شوې او د ژورو ټپونو ټپیان بستر دي."

د چهارشنبې په شپه د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کارتې سخي پر زیارت د عاشورا پر مراسمو وسله‎واله حمله وشوه.

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډيو ته وویل چې حمله کوونکی یو کس وو چې د پولیسو له‎خوا ووژل شو او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې سې شنبې ناوخته دوه حمله وشوې چې لومړۍ حمله د کارتې سخي پر زیارت وشوه او دوهمه حمله په څلورمه کارته کې د چهاریار په جومات وشوه چې د دغو حملو په پایله کې د ۳ ښځو او ۲ ماشومانو په شمول ۱۶ تن وژل شوي او د ۲۶ ښځو په شمول ۵۴ تنه نور ټپيان شول.

د پېښې یو شمېر ټپیانو ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي د پولیسو یونېفورم اغوستی و او پر خلکو یې ډزې وکړې.

دوو ټپیانو مرتضی او نورالله په علي‎اباد روغتون کې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کېدای شي دوی د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵، ۱۶ تنه وښيي، خو له دې زیات دي، تر یو وخت د ښځو او ماشومانو اوازونه راتلل، کله چې پرې ډزې وشوې غلي شول."

"کله چې ډزې پیل شوې موږ وتښتېدو زه په لاس ولګېدم، بیا د زیارت د شا له لارې وتښتېدو او اغزن سیم څخه تېر شوو."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت دفتر یا یوناما د کابل په کارتې سخي سیمه کې د تېرې شپې حمله وغندله او د پېښې له قربانیانو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم دا حمله په شدت غندلې او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

کابل کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هم د عاشورا پر مراسمو په انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي وو.

د خراسان په نوم د داعش وسله والې ډلې یوې څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

داعش ډله په افغانستان او پاکستان کې د خراسان ولایت په نوم فعالیت کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG