د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

پر شيعه اقليت د بريدونو پر لړۍ نړيوالې تبصرې


والسټريټ ژورنال:

والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د کابل پر سخي زيارت پر حملې ليکنه خپره کړې په يوه برخه کې يې ليکي:

دا تر جولاى مياشتې وروسته پر شيعه اقليت د بريدونو د لړۍ تازه پېښه ده.

په جولاى مياشت کې په يوه حمله کې چې داعش ډلې يې مسؤليت واخېست په کابل کې ٨٠ کسان وژل شوي وو. حمله د روښنايي غورځنګ پر اعتراض کوونکو شوې وه.

د ليکنې په حواله که څه هم معلومه نه وه چې پر سخي زيات څو وسله والو حمله کړې، خو د حملې له څرنګوالي معلومېږي چې بريد څو کسانو کړى دى.

وسله والو طالبانو ويلي چې په دې حمله کې دوى لاس نه لري.

والسټريټ ژورنال ورځپاڼه ليکي:

دغې ډلې چې په پرله پسې ډول يې په کابل کې تروريستي حملې کړي، د سې شنبې ورځې حمله يې غير اسلامي بللې ده.

ډیجيټل ژورنال:

کاناډايي خپرونې ډجيټل ژورنال هم د عاشورا پر مراسمو د وروستۍ حملې په باب ليکنه خپره کړې ده.

خپرونې د وژل شويو کسانو شمېر ١٨ تنه ښوولى، خو په نورو اژانسونو کې دا شمېر ضد و نقيض دى.

د ليکنې په پيل کې د عيني شاهدانو په حواله ليکل شوي چې ويلي يې دي، وسله والو بې توپيره پر سړيو، ښځو او ماشومانو چې هڅه يې کوله د پېښې له ځايه وتښتي، ډزې کولې.

د سې شنبې ناوخته وسله وال کسان کابل پوهنتون ته نېږدې د کارته سخي زيارت ته دننه شول، هلته يې د دوو ساعتونو لپاره له افغان امنيتي ځواکونو سره نښته روانه وه.

د ملګرو ملتونو دفتر د چهارشنبې په ورځ د وژل شويو شمېر ١٨ تنه ياد کړ، خو افغان چارواکي وايي، په پېښه کې يو بريدکوونکى او ١٤ نور کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

يوې عيني شاهدې ويلي:

د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس داکټر عبدالله او نورو شتمنو کسانو کورنۍ خو له هېواده دباندې ژوند کوي، دلته هره ورځ يوازې غريب خلک مري.

ډیجيټل ژورنال خپرونې د ٢٠١١میلادي کال حملې ته هم اشاره کړې چې په کابل کې هغه هم د عاشورا پر مراسمو شوې وه، په هغه ځان وژونکې حمله کې شا و خوا ٨٠ کسان وژل شوي او تر سلو زيات نور ټپيان شوي وو.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونې په خپله تازه ګڼه کې له افغانستان سره د نړيوالو د ١٥ میليارده ډالرو مالي مرستې پر مسئله ليکنه خپره کړې ده چې تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې افغان حکومت ته ورکول کېږي.

د ليکنې په پيل کې راغلي د اکتوبر پر ٥مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ٧٥ هېوادونو او تر ٢٠ د زياتو سازمانونو استازو موافقه وکړه چې له افغانستان سره به په راتلونکو څلورو کلونو کې د څه باندې ١٥ ملياردو ډالرو په اندازه مالي مرسته کوي.

له افغانستان سره د مرستو دغه تعهد د ناټو د وارسا تر سرمشريزې وروسته کېږي چې د روان ميلادي کال په لومړيو کې جوړه شوې وه.

نېشنل انټرسټ خپرونه ليکي:

په داسې حال کې چې د بروکسل د کنفرانس پر مهال وسله والو طالبانو کندوز او هلمند ولايتونو کې حملې پيل کړې، افغان حکومت د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ او ښو اجراآتو په برخه کې په خپلو ژمنو سره د مرستندويانو ملاتړ خپل کړ.

د ليکنې په دوام راغلي، د نړيوال بانک تر ټولو تازه مرستې دا څرګنده کړه، چې د همکارو هېوادونو او سازمانونو د پام وړ مرستې به تر ٢٠٣٠م کاله پورې د افغانستان لپاره ضروري وي.

د بروکسل په کنفرانس کې مرستندويانو ژمنه وکړه، چې د افغانستان لپاره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي خو دغه مرستې به په تدريجي ډول کمېږي، څو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.

XS
SM
MD
LG