د بخښنې نړیوال سازمان پر "زینب سکانوند" ځوانې ایراني نجلۍ چې ښایي اعدام شي، اندېښنه ښودلې ده.
سکانوند د کُردانو له ټبره ده او اوس ۲۲ کاله عمر لري.
هغه په ۱۷ کلنۍ کې د خپل مېړه د وژنې په تور په اعدام محکومه شوه.
زینب ویلي چې مېړهیې دا ډېره ځوروله او ناسم چلند یې ورسره کاوه.
د زینب د اعدام حکم عملي کېدل له دې کبله ځنډېدلي وو چې نوموړي د جرم پر مهال اومېندواره وه، خو وروسته په زندان کې یې مړ ماشوم وزېږېد.
د هغې محاکمه د بشري حقونو د فعلانو لهخوا غېر عادلانه بلل شوې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون په یوې اعلامیه کې دا قضیه د اندېښنې وړ بللې ده او وایي، ټاکل شوې مېرمن سکانوند د پنجشنبې په ورځ چې د اکټوبر دیارلسمه کېږي، اعدام شي.
زینب وایي، تر نیول کېدو وروسته د نارینه پولیس افسرانو لهخوا ځورول شوې او وهل ټکول شوې ده.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بخښنې نړیوال سازمان د مدافع وکیلانو امر فیلیپ لودر ویلي چې زینب نهیوازې د جرم ترسره کولو پر مهال تر ۱۸ کلونو ښکته عمر درلود، بلکې د محاکمې پر مهال مدافع وکیل ته له لاسرسي څخه منع شوې وه.
فیلیپ لودر زیاتوي:
"د ایران لهخوا نویو ځوانانو ته د اعدام سزا دوام ښیې چې ایراني چارواکي هغو ژمنو ته سپکاوی کوي چې پهخپلهیې لاسلیک کړي دي."
دی وایي، ایراني چارواکي باید د نویو ځوانانو د عدالت اصولو له مخې د زینب د اعدام سزا ژر تر ژره لغوه کړي او هغې ته د محاکمې یو بل فرصت ورکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې چې د روان کال په جنورۍ کې خپور شو، په تېرو لسو کلونو کې په ایران کې لږ تر لږه ۷۳ نوي ځوانان په اعدام محکوم شوي دي.