د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

باجوه: روسي پوځيان د لومړي ځل لپاره پاکستان ته تللي


د روسي پوځيانو يوه ډله له پاکستانيو پوځيانو سره د ګډو پوځي تمرينونو لپاره د لومړي ځل لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال عاصم سليم باجوه د جمعې په ورځ پر خپلې ټويټر پاڼې پاکستان ته د روسي پوځيانو د رسېدلو پخلى کړى او ليکلي يې دي:

"د روسیې د ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاتې شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به ګډ پوځي تمريناتو کې برخه واخلي."

دا په ١٩٤٧م کال کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته لومړى ځل دى چې روسي پوځيان دغه هېواد ته ځي او په ګډو پوځي تمرينونو کې برخه اخلي.

په دې وروستيو کلونو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ خپلمنځي اړيکي غوړېدلي چې په ترڅ کيې يې روسيې په ٢٠١٤م کال پاکستان ته د وسلو ورکولو بنديز هم ليرې کړى.

ددغه بنديز تر پورته کولو وروسته د روس او پاکستان ترمنځ د جنګي هليکوپټرو د ورکولو يو تړون هم لاسليک شو، خو تر دې دمه لا د هغو هليکوپټرو درک نه دى لګېدلى.

پاکستاني رسنيو د روسیې او پاکستانيو پوځيانو ګډو پوځي تمرينونو په اړه په خپرو کړو راپورونو کې ددغه تمرينونه د دواړو هېوادنو ترمنځ په دفاعي برخه کې د تعلقاتو پراختيا بللې ده.

که څه هم څه ورځې مخکې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هندي پوځيانو پر يوه کيمپ تر بريد وروسته چې ١٨ هندي پوځيان په کې ووژل شول، داسې راپورونه خپرېدل چې ګواکې روسیې له پاکستان سره ګډ پوځي تمرينونه لغوه کړي.

خو بيا وروسته په روسيه کې د پاکستان سفير قاضي خليل الله له پاکستانيو رسنيو سره په خبرو کې دا راپورنه رد کړل او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ به پوځي تمرينونه په ټاکلې نېټه په پاکستان کې ترسره شي.

په پاکستان کې په داسې وخت کې د روسي او پاکستاني پوځيانو ګډ پوځي تمرينونه کېږي چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل او اسلام اباد او ډیلي اړيکي د پخوا په پرتله ترينګلي شوي او له بلې خوا امريکا هم پر پاکستان فشار زيات کړى، څو پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پرضد جدي اقدامات وکړي.

د يادونې وړ ده چې د ډيلي او اسلام اباد اړيکي تر هغې وروسته ترېنګلي شوي چې وسله والو ترهګرو څو ورځې مخکې په هندي کشمير کې د هند پوځيانو پر يوه کيمپ بريد وکړ او ١٨ پوځيان يې پکې ووژل.

د هند حکومت ددغه بريد پړه پر پاکستان واچوله، خو پاکستان د هند تورونه رد او بې بنياده وبلل.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG