د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

هندي او پاکستاني سرتېرو کشمیر کې پر پوله پر یو بل ډزې کړي


هندي او پاکستاني سرتېرو نن سې شنبه په کشمیر کې د خپلو پولو په اوږدو کې پر یو بل ډزې کړي.

د هندوستان د اردو ویاند د اووري سیمې ته نېږدې دا حرکت له هغه اوربند څخه ښکاره سرغړونه وبلله چې دوه ورځې مخکې د وسله‌والو د بریدونو له کبله د دغه هېواد د ۱۸ تنو عسکرو د وژل کېدو نه وروسته نافذ شو.

د فرانسپرس خبري اژانس د هند د اردو ویاند راجېش کالیا له قوله لیکي چې ویلی یې دي، دغه پېښه چې د اووري سیمې ته نېږدې شوې ده، له اوربند څخه سرغړونه ده.

ده په دې باب د نورو جزئیاتو له څرګندولو څخه ډډه وکړه.

د دغو دوو هستوي وسلو لرونکو سیالو هېوادونو تر منځ د ۲۰۰۳ میلادی کال د نافذ شوي اوربند په سرغړونه کې وخت ناوخت نښتې شوې دي چې وروستۍ یې د روان کال د سپتمبر میاشتې په شپږمه نېټه وه چې مرګ ژوبله‌یې نه‌درلوده.

د هند اردو د روانې اوونۍ د یکشنبې په برید کې د جیش محمد ډله چې په پاکستان کې ده، پړه بولي.

د جنورۍ په میاشت کې هم د دغه هېواد د شمالي پنجاب ایالت د پټانکوټ په سیمه کې د هند د اردو پر یوې اډه برید وشو چې له امله‌یې اووه تنه هندي عسکر ووژل شول او د هند او پاکستان تر منځ د سولې د خبرو د په ټپه درېدو سبب شو.

وروستیو پېښو د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیات کړی دی، د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په لیکنه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې نواز شریف د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي استازو ته له بشري حقونو څخه د هند د څرګندو سرغړونو په باب لیک استولی دی چې د ده په ادعا د همالیا په دې سیمه کې د هند د ځواکونو له‌خوا ترسره شوي دي.

وروستی برید په داسې حال کې شوی چې کشمیر د پراخو لاریونونو شاهد وو او د اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د اخ و ډب له امله ۸۰ تنه ووژل شول.

د هند په ټاپووزمه کې کله چې په ۱۹۴۷ کال کې د بریتانیا قدرت پای ته ورسېد، د کشمیر سیمه د هند او پاکستان تر منځ ووېشل شوه او دواړه هېوادونه غواړي د همالیا پر دغې سیمه حکم وچلوي، دوه ځلې یې هم په همدې خاطر سره جګړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG