د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

پاکستان: پر پټانکوټ پوځې اډې د حملې په تړاو څو تنه نیول شوي


پاکستان وايي د هغې ډلې یو شمېر غړي یې نیولي چې ګمان کېږي د روانې میاشتي په سر کې په هند کې پر یوې پوځي اډې په برید کې لاس لري.

پاکستاني چارواکو نن اعلان وکړ چې د جیش محمد په نوم ډلې څو غړي یې د هند پر پټانکوټ پوځي اډې د برید په تړاو نیولي دي.

جیش محمد ډله چې په پاکستان کې یوه منع شوي یاغي ډله ده؛ د برید اصلي پلانوونکې بلل کیږي.

دا خبر ۴۸ ساعته مخکې له هغه ورکړل شوی چې ټاکل شوې د دغو دوو اټومي وسلې لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو لوړ پوړي ډیپلوماټان سره وګوري.

هند د دغه برید په اړه داسې شواهد وړاندې کړل چې ښیي په پاکستان کې د جیش محمد ډلې دغه برید پلان کړی و او وروسته پاکستان ژمنه وکړه چې د دې موضوع عمق به څېړي چې د پېښې تر شا د چا لاس دی.

دغه برید د جنورۍ پر دوهمه نېټه د هند په شمالي ایالت پنجاب کې پر پټانکوټ پوځي اډې وشو چې اوه تنه هندي سرتیري په کې ووژل شوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د وروستیو نیونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې دغه وزارت ویلي وو چې دوی به د چهارشنبه په ورځ ناوخته پرېکړه وکړي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی مقام "سوبرامانیام جې شنکر" Subrahmanyam Jaishanka به د جمعې په ورځ اسلام آباد ته سفر وکړي که څنګه.

خو په ورته وخت کې د هند یوې ورځپاڼې "انډیا ټوډې" (India today) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې پاکستان د پټانکوټ پوځي اډې پلان کوونکی مسعود اظهر نیولی دی.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې حکومت یې د دغه برید د څېړنو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او په پام کې لري د څېړونکو یوه ځانګړې ډله د هند پټان کوټ هوايي اډې ته ولېږي.

د نواز شریف دفتر وايي، د پاکستان د لومړنیو څېړنو پر اساس د جیش محمد څو تنه غړي په همدې تور نیول شوي دي.

د دې ډلي مشري یو اسلامپالی تندلاری مولانا مسعود اظهر کوي چې له اوږدې مودې راهیسي په کشمیر کې د هندي ځواکونو په وړاندې جنګېدلی دی.

دغه منع شوې ډله همدا راز په ۲۰۰۱ کال کې د هند پر پارلمان په برید تورنه شوه چې له کبله یې دواړه سیال هېوادونه د جګړو سرحد ته ورسېدل.

هند پاکستان تورنوي چې په کشمېر کې یاغي ډلې روزې او وسلې ورکوي؛ خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG