د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د هندوستان او پاکستان تر منځ د سولې مذاکرات وځنډېدل


اسلام آباد د چهارشنبې په ورځ د جېش محمد سخت دريځې ډلې د يو شمېر غړو د نيول کېدو خبر اعلان کړ. په څرګنده توګه دا د پاکستان هڅه وه چې د نوې ډهلي غوښتنه پر ځای کړي، خو په همدې حال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې خبرې وځنډېدې چې ټاکل شوې وه؛ نن ترسره شي.

اسلام آباد ويلي چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر منځ به د مذاکراتو نېټه بېرته له سره وټاکل شي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند "وېکاس سواروپ" وويل چې د خبرو نېټه به په نېږدې راتلونکي کې وټاکل شي، خو هېڅ لوري نېټه نه ده مشخصه کړې.

داسې وېره وه چې د هندوستان د پټان کوټ پر هوايي ډګر د جنورۍ په دوهمه حمله به چې په کې اووه هندي سرتېرې ووژل شول، مذاکراتو ته زیان ورسوي.

دا حمله وروسته له هغې وشوه چې د هندوستان صدراعظم نارېندرا مودي پاکستان ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې لپاره هيلې زیاتې شوې.

سواروپ په يوې خبري غونډه کې ويلي چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د جنورۍ په ۱۴ ټیليفوني خبرې هم کړي او دوی به ډېر ژر بيا سره وویني.

د سياسي چارو کارپوه سمېع يوسفزي آزادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:

"د هند او پاکستان دا ډول مذاکرات پخوا هم معطل شوي دي يا لغوه شوي دي، خو دا ځل د لغوه کېدو هغه ماحول داسې نه دی چې ښايي دا مذاکرات دې بيا ونه شي. د پاکستان او هندوستان چارواکو په ډېر محتاط ډول يا په خوشبينانه ډول خبره وکړه چې د لږ وخت لپاره دا مذاکرات ځنډېږي ځکه چې هندوستان وايي چې موږ ګورو چې پاکستان د هغو بريدګرو په اړه چې په پټان کوټ يې حمله کړې وه او يو څه شواهد يې پاکستان ته ورکړي، هغوی څومره اقدامات ورباندې کوي. داسې برېښي چې پاکستان هم يو څه اقدامات کړي دي، خو هند ډېر محتاطانه عمل کوي او ګوري چې پاکستان له دوی سره همکاري کوي که نه او ايا د مولانا مسعود اظهر يوازې نظر بند کول کافي دي که دا شواهد دې لوري ته ځي چې هغه ونیول شي."

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وياند وېکاس سواروپ وويل چې دواړه لوري ښايي پر پراخو موضوعاتو خبرې وکړي چې د پټان کوټ د پېښې له اغېزه لیرې وي.

پاکستان د جېش محمد سخت دريځې ډلې د غړو د نيولو اعلان له هغه وروسته وکړ چې هندوستان دا غوښته ورڅخه وکړه او د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وېکاس سواروپ ويلي د جېش محمد سخت دريځې ډلې پر وړاندې د پاکستان اقدامات د پټان کوټ د حملو په پلټنو کې لومړی مثبت ګام دی.

سواروپ د پاکستان له خوا په ټول هېواد کې د مشکوکو کسانو نيول کېدل ستايلي او ويلي يې دي چې هندوستان به د پاکستان د پلټونکو له يوې ډلې سره کار کوي چې پاکستان يې پټان کوټ ته لېږي.

د هندوستان د بهارتيا جنتا ګوند غړو د پټان کوټ د هغو سرتېرو په ياد کې شمعې بلې کړې چې د حملې پر مهال وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG