د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

صافۍ: بروکسل کنفرانس ته د افغان مېرمنو وړاندیزونه بشپړ شوي


د افغان ښځو شبکه وايي، د څه باندې شلو ولایتونو د ښځو له استازو سره په سلا مشورو یې د بروکسل کنفرانس لپاره خپل وړاندیزونه بشپړ کړي دي.

یاده شبکه وايي، د ښې حکومتوالۍ، د قانون حاکمیت، د ښځو سره د کېدونکو مرستو په موثریت، د سولې په پروسه کې د موثر ګډون او په حکومت کې د ښځو د ونډې ډېرېدو په اړه د بروکسل کنفرانس ته مشخص وړاندیزونه لري.

د دې شبکې مشرې حسینې صافۍ د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یاد کنفرانس لپاره یې د څلور ویشت ولایتونو د ښځو له استازو سره سلا مشورې کړي او وایي، په لیکلې بڼه یې مالیې وزارت ته سپارلي دي.

مېرمن صافۍ وايي، د ښځو ډېر ټينګار پر دې دی چې د تېر په څېر یې ونډه نمایشي نه بلکې عملي او اغېزناکه وي.

نوموړې زیاته کړې:

"موږ ضرورت لرو هغه ونډه چې ښځې یې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې په کابل کې لري باید تر ولایتونو او لسوالیو هم پراخه شي، د قانون د حاکمیت په برخه کې اړتیا لرو هغه قوانین چې د افغان ښځو لپاره جوړ شوي هغه عملي شي."

نوموړې وايي، د بروکسل په کنفرانس کې د مدني ټولنو په استازیتوب لس کسان ګډون کوي چې پنځه یې ښځې دي.

د افغانستان لپاره د بروکسل نړیوال کنفرانس د راتلونکي میلادي میاشتې په پنځمه نېټه د بلجیم په پایتخت بروکسل کې جوړېږي.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي و چې په ۳۹ برخو کې یې دې کنفرانس ته خپلې طرحې بشپړې کړي او تمه ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره یو ځل بیا مرستو ته زړه ښه کړي.

له فساد سره مبارزه، د ښځو د حقونو خوندیتوب، انتخاباتي اصلاحات او د خصوصي پانګې جذبول د نورو ژمنو تر څنګ د افغان حکومت هغه ستري ژمنې دي چې په دې کنفرانس کې به یې په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي.

په ورته وخت کې د چارو کارپوه محمد یوسف امین ځاځی وايي چې نړیوال افغانستان یوازې نه پرېږدي، خو د ده په خبره نړیوال باید له افغان حکومته د عملي اقداماتو په برخه کې ټینګه ژمنه واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"نړیوال باید له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې تر هغې مرستې جاري وساتي چې افغان حکومت په پښو ودرېږي، مګر باید شرط دا وي چې افغان حکومت په تېر کې څه کړي، په خپلو ژمنو یې عمل کړی او که یا؟ او په راتلونکي کې هم څه کوي چې له بده مرغه موږ په تېر کې داسې څه نه وینو."

د افغان مېرمنو شبکه داسې مهال د حکومتوالۍ په برخه کې د ښځو ونډې د ډېرېدو غوښتنه لري چې په افغانستان کې د څلورو وزارتونو په راس کې ښځې دي، یو شمېر نورې یې مرستیالانې دي او د سولې په عالي شورا کې هم له پخوا ډېره ونډه ورکړل شوي ده.

دا شبکه وايي، جوړې طرحې ته په کتو د بروکسل کنفرانس ته خوشبینه دي خو هیله لري چې په نورو برخو کې د افغان حکومت ناغېړي د دوی پر راتلونکې سیوری ونه غوړوي.

تر دې وړاندې د پوهنې، کډوالو او بېرته راستنېدونکو ،د ښځو چارو او مالیې وزارتونو ویلي وو چې بروکسل کنفرانس ته یې خپلې طرحې چمتو کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG