د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

صبحرنګ: بروکسل کې به د بشري حقونو وړاندي کوونکی تصویر درد ناک وي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، افغان حکومت به د بشري حقونو د وضعیت، له یوه دردناک تصویرسره، د بروکسل غونډې ته ولاړشي.

که څه هم د بروکسل د غونډې جوړېدو ته لږ ورځې پاتې دي او حکومت هم، دغې غونډې ته د تیاریانو خبر ورکوي، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښيي او وايي چې اوس هم په هېواد کې هیڅوک هم بشپړ مصئونیت نه لري.

نا امني، ملکي تلفات، هدفي وژنې، سړي تښتونې، د قانون د حاکمیت کمزوري، کډوالي او له ښځو سره د زورزیاتي د پېښو زیاتوالی، هغه موارد دي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې اندېښمن کړی دی.

د دې کمېسیون کمېشنرې ثریا صبحرنګ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت به د بشري حقونو د ناوړه وضعیت له یوه دردناک تصویر سره، د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي.

ثریا صبحرنګ
ثریا صبحرنګ

نوموړې زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې نن په افغانستان کې یو کس هم، نه امنیت لري او نه خوندیتوب، دولت چې په دې لاره کې هرڅومره هلې ځلې کوي، نه کامیابېږي، دوی چې بروکسل ته ځي، زه باوري یم چې د افغانستان د وضعیت او د بشري حقونو په اړه به، یو دردوونکی تصویر له ځانه سره ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د تامین په لاره کې د حکومت هڅې او کارونه، هغه څه دې چې افغان حکومت به ېې د بروکسل ناستې ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې د بروکسل غوڼده د روان میلادي کال د اکتوبر په ۴ او ۵ ، د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو په ګډون، د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړه شي.

بلخوا افغان حکومت دغې غونډې ته د انتخاباتي نظام د اصلاح، د ښځو د ظرفیتونو پر لوړولو، په حکومت کې د ښځو پر ونډې، د کډوالو د ستونزو پراوارۍ، له کورنیو بېځایه شویو سره پر مرستو او د اقتصادي پراختیا لپاره د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا مکلف دی.

افغان حکومت وايي، اکثره دغه ژمنې عملي شوي او هغه چې پاتې دې، پوره کېدو ته ېې جدي هڅې جاري دي.

د ماليې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل، کومې ژمنې چې د بشري حقونو د تامین په برخه کې شوي، عملي کېدو ته يې ګامونه پورته شوي دي.

د مالیي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

هغه زیاته کړه:

"د بشر د حقونو موضوع د هغو مواردو له جملې څخه ده چې بروکسل ته د تیارویو په اجندا کې شامله ده، په مقابل کې حکومت د نړیوالې تولنې او خلکو پروړاندې یو لړ ژمنې لري، په دې برخه کې ګامونه پورته شوي، خو هڅې کېږي چې نورې لاسته راوړنې هم ولرو او د موجودو ستونزو د حل لپاره اساسي لارو ته ورسېږو. "

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، په پام کې ده چې د بروکسل غونډې ته د حکومت د تیارۍ په هکله، د څار او انسجام د بورډ یوه ګډه ناسته د یکشنبې په ورځ جوړه شي چې د بحث مهمه موضوع به ېې، د بشر د حقونو موضوع وي.

په ورته وخت کې افغان کارپوه اجمل هوډمن وايي، کوم کارونه چې حکومت په دې برخه کې تراوسه پورې ترسره کړي، ټول یې تشریفاتي او د ژمنو پر وړاندې اساسي کارونه نه دی شوي، په تېره د هغه په خبره د بشري حقونو د تامین په برخه کې.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG