د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

کلېفلېنډ: هلمند ته لسګونه امریکايي روزونکي استول شوي


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، هلمند ته د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې په هدف لسګونه امریکايي روزونکي استول شوي دي.

د دغه ماموریت مسؤلین د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته وايي چې شا او خوا سل امریکايي سرتېري دغه ولایت ته استول شوی.

په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند چارلس کلفلیند د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري ناسته کې په دې اړه جزییات ورنه کړل چې دغه ځواکونه کله استول شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"هغه ځواکونه چې هلته تللي دي، هغوی د افغان ځواکونو د روزنې سلا مشورې او د خوندیوب په برخه کې کار کوي، لکه څنګه چې پوهېږۍ زه نه شم کولای د کره شمېرې په اړه یې تاسو ته معلومات درکړم، خو شاخوا سل کسه به وي او دوی امریکايي سرتېري دي چې د قاطع ماموریت په چوکاټ کې هلته تللې دي."

په کابل کې د طاقع ملاتړ ماموریت په داسې حال کې د دې ډاډ ورکوي چې ګواکې طالبان د ستراتیژیکو او ګڼ مېشتو سیمو د نیولو توان نه لري چې طالبانو د بغلان د هنې غوری ولسوالۍ نیولې، د کندز خان اباد او د تخار خواجه غار ولسوالۍ یې د لنډې مودې لپاره لاس ته ورغلې وې او د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ د برخلیک په اړه هم ضد اونقیض رپوټونه ورکول کېږي.

خو کلفلینډ وايي، که څه هم افغان ځواکونه په روانه جګړه کې ګڼې قربانۍ ورکوي خو دوی برلاسي دي او کولای شي د طالبانو بریدونه دفع کړي.

هغه زیاته کړه:

"کندز به سقوط ونه کړي، موږ هلته یو د ناټو او په ورته وخت کې امریکايي ځواکونه به هلته له خپلو امکاناتو سره ـ سره له افغان ځواکونه سره مرسته وکړي، خو بیا هم دا وایم چې دا جګړه د هر هغه چا لپاره چې په دغه جګړه کې ښکیل دی اسانه جګړه نه ده."

دغه ماموریت وايي، که څه هم افغان ځواکونه لا له وړاندې له دفاعي حالته راوتلي او تهاجمي حالت یې غوره کړی، خو بیا هم دغو ځواکونو ته د دوی مشوره داده چې په هرځای کې وسله وال په نښه کړي او لمنځه یې یوسي.

د دغه ماموریت ویاند وايي، په افغانستان کې بېلابېلې وسله والې ډلې جګړه پرمخ وړي خو دوی وضعیت له نږدې څاري او په ورته وخت کې هڅه کوي چې د افغان ځواکونو ظرفیت نور هم لوړ شي څو دوی د خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع جوګه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG