د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

د لښکرګاه - کندهار پر لویه لار جګړو تګ راتګ ټکنی کړی


یوه میاشت پوره کېږي چې د نهرسراج څخه تېرېدونکې د لښکرګاه – کندهار دغه عمومي لویه لار کله د افغان ځواکونو اوکله هم د وسله والو طالبانو په ولکه کي وي.

سلګونه افغان سرتېري بوخت دي چې یاده لار د ماینونو او موجودو تهدیدونو خلاصه کړي، خو سړک ته نږدې کورونو کي وسله وال سخت مقاومت کوي.

دغه لار د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته نېږدې ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله د وسله والو طالبانو له خوا د څو ورځو لپاره د ترافیکو پر مخ بنده شوه.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د لارې بندېدو او جګړو یې ژوند له سختو کړاونو سر مخ کړی.

په دې اړه له سیمې نه د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي چمتو شوی راپور په غږ کې واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG