د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۲

خبرونه

حیات: د هلمند جګړه کې ۵ زره کورني او بهرني وسله‌وال برخه لري

د هلمند والي وايي د دغه ولایت په جګړو کې له څلور تر پنځو زرو کورني او بهرني وسله‌وال برخه لري.

حیات‌الله حیات که څه هم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په هلمند کې د داعش موجودیت تائید نه‌کړ، خو په ټینګار سره‌یې وویل چې د دغه ولایت په جګړه کې له افغان طالبانو سره د بېلابېلو هېوادونو وسله‌وال همکاري کوي.

ښاغلی حیات وايي:

"هغه اسناد چې موږ ته په لاس راغلي په دغو جنګیالیو کې پاکستانیان، لشکرې طیبه، د غربي ګاونډیانو تاجکستانۍ او ازبکستانۍ ډلې شته دي."

هغه له پاکستان او ایران سره د افغانستان خلاصو پولو ته په کتو اندېښنه وښوده چې د بهرنیو وسله‌والو فعالیت به هلمند کې د داعش فعالیت ته زمینه برابره کړي.

د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفانو تر منځ جګړې روانې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سبا ماښام د هند او افغانستان دویمه شل اووریزه لوبه کېږي

راشدخان له فیلډینګه ناخوښه دی - لومړۍ لوبه د هند او افغانستان تر منځ
راشدخان له فیلډینګه ناخوښه دی - لومړۍ لوبه د هند او افغانستان تر منځ

د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به سه شنبه ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.

افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته ومنله.

دا لوبه چې په نوې ډهلي کې وشوه افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو دفاع یې ونه کړای شوه او هند په ۱۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېد.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې خو نور اکثر لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول.

د هند پیلیز لوبغاړي ابیشک شرما بیا په ۳۲ توپونو ۸۲ چټکې منډې وکړې.

د ایران د نوي تعلیمي کال په درشل کې د افغان کډوالو ماشومانو ستونزې

د ایران یو لومړنی ښوونځی
د ایران یو لومړنی ښوونځی

په ایران کې د نوي تعلیمي کال د پيل په درشل کې د افغان ماشومانو د نوملیکنې په پروسو کې پیچلتیا افغان کډوال اندېښمن کړي.

د ایران نوی ښوونیز کال څه باندې یوه اوونۍ وروسته د تلې/میزان په لومړۍ پیلېږي.

د راپورونو له مخې د ایران اکثر ښوونځي د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې له معتبر معرفي‌لیک پرته د افغان ماشومانو نوملیکنه نه کوي.

په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د راپور له مخې تېر کال لږ تر لږه څلور لکه افغان او عراقي ماشومان هلته په ابتدایه او متوسطه ښوونځیو کې شامل شوي و.

ایران لا هم د څه باندې څلورو میلیونو افغانانو کوربه دی چې نږدې یو نیم میلیون یې اسناد نه لري.

اخوا د ځینو راپورونو له مخې چې ایراني چارواکو یې د څېړلو خبر هم ورکړی د ایران ځینو ښوونځیو د مرستې او د لګښتونو په نوم له کډوالو ماشومانو د لسو میلیونو تومانو غوښتنه کړې ده.

په فرانسه کې ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو د لاسرسي د بندیز طرحه جوړه شوې

ځینې مشهورې ټولنیزې رسنۍ فیسبوک، ټیکټاک، سنپ چټ، انسټاګرام...
ځینې مشهورې ټولنیزې رسنۍ فیسبوک، ټیکټاک، سنپ چټ، انسټاګرام...

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې حکومت یې ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو د لاسرسي د بندولو بیا کتل شوې طرحه اروپايي کمیسیون ته وړاندې کړې ده.

د دې طرحې مخکینۍ بڼه د فرانسې د اساسي قانون شورا رد کړې وه او دلیل یې راوړی و چې د ځینو خلکو د بیان ازادي په غیر ضروري توګه محدودوي.

مکرون په خپله ایکس پاڼه په دې تړاو په بیان کې ویلي چې: له دقیق تخنیکي کار وروسته حکومت نن نوې طرحه اروپايي کمیسیون ته لیږي.

مکرون ټینګار لري چې اروپایي ټولنه کې باید ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو لاسرسی بند شي.

تمه ده دا اوونۍ د اروپايي کمیسیون مشره اورزلا وون درلاین هم په ټوله اروپا کې د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د بندیز په امکان خبرې وکړي.

داوود سرخوش وایي په سرطان اخته و خو اوس ښه شوی

داوود سرخوش یوه کنسرټ کې
داوود سرخوش یوه کنسرټ کې

افغان وتلی سندرغاړی داوود سرخوش وایي چې په سرطان ناروغۍ اخته و او اوس بېرته ښه شوی دی.

ښاغلي سرخوش په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په شپه خپره شوې ویلي چې تر شاوخوا دوو کلونو سختو درملنو وروسته اوس ښه شوی او غواړي خپل هنري فعالیتونه بېرته پیل کړي.

داوود سرخوش چې له کلونو په اروپا کې اوسیږي په بیلابیلو هېوادونو کې لسګونه کنسرټونه اجرا کړي.

ده په ۱۹۹۸ کال کې د «سرزمین من» سندرې سره چې د ده د لومړي البوم وه د لکونو افغانانو په منځ کې خاص شهرت پيدا کړ.

زیلینسکي ویلي چې غواړي د جي ۲۰ په سرمشریزه کې له پوتین سره وګوري

د اوکرایین ولسمشر یوه غونډه کې
د اوکرایین ولسمشر یوه غونډه کې

د اوکرایین په ملکي سیمو د روسیې د بریدونو په دوام سربېره د اوکرایین لسمشر ولودویمیر زیلینسکي ویلي چې غواړي د جي ۲۰ هېوادونو سرمشریزه کې د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره وګوري.

هغه خبره چې کریملین ناممکنه بللې او رد کړې ده.

زیلینسکي له "ډویچ ویله" (Deutsche Welle) سره په مرکه کې ویلي چې دی چمتو دی د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه له پوتین سره وګوري.

خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې مخامخ لیدنه یوازې په مسکو کې ممکنه ده.

زیلنیسکي داسې وخت دا خبره کړې چې د روسیې له خوا لا هم په اوکرایین پراخ بریدونه روان دي او لږ تر لږه ۹ کسان د شنبې په ورځ په دغو بریدونو کې وژل شوي.

د راپورونو په اساس روسیې په خپلو ډرونونو سره ان د پولنډ پولې ته څېرمې سیمې هم ویشتلي دي.

ټرمپ بیا ویلي چې له ایران سره جګړه د امریکا د کانګرس تر منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته رسیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به د امریکا د کانګرس د منځمهاله ټاکنو څخه وروسته ژر پای ته ورسیږي خو له تهران سره به یوه بده هوکړه ونه مني.

هغه دا خبره یکشنبه په ایرلنډ کې خبریالانو ته کړې.

ټرمپ دا هم ویلي چې ایران هوکړې ته د رسېدو لیوالتیا لري او په وار وار یې له امریکا سره اړیکه نیولې ده.

خو په تېره یوه اونۍ کې، هغه دا ګواښ هم کړی چې امریکايي ځواکونه ښايي د "کلنګ ګازلا" (Kolang-e Gazla) په غره کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.

د "کلنګ ګازلا" غر د نطنز د یورانیمو د بډاینې تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري او لویدیځ استخباراتي ادارې شک لري چې ایران ښايي د دغه غره په ژورو برخو کې د یورانیمو د بډاینې داسې تاسیسات جوړوي چې تر اوسه یې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

ایران کې څلور افغان کډوال مړه او ۵ نور سخت ژوبل شوي

ایران کې یوه ټرافیکي پېښه - انځور پخوانی دی
ایران کې یوه ټرافیکي پېښه - انځور پخوانی دی

په ایران کې د یوې مرګوني ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور افغانان وژل شوي او پنځه نور سخت ژوبل دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې شنبه ناوخته د یاسوج – اصفهان په لویه لار یو وړوکی مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
د راپور په اساس څلورو افغانانو د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او پنځه نور ژوبل دي چې د دوو وضعیت ښه نه دی.

چارواکو ویلي چې د انسانانو قاچاقبران اکثر په بېړه او بې احتیاطۍ له خطرناکو لارو تګ راتګ کوي چې داسې مرګونې پېښې رامنځته کېږي.

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه وايي، په افغانستان کې د ښوونځي د عمر شاوخوا نیمايي ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي او شمېر یې میلیونونو ته رسېږي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، (د سنبلې په ۲۲مه) په ایکسپاڼه کې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې دي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې زیاته کړې چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم د ښوونځیو د لارو د اوږدوالي، د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نامناسب وضعیت او سختو هوايي شرایطو له امله له زده کړو بې برخې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.

د قشم ټاپو ته نژدې پر ایراني سوداګریزې بېړۍ برید؛ یو کس وژل شوی

د قشم والي وايي، د یکشنبې په سهار (د وږي پر ۲۲مه) یوه ایراني سوداګریزه بېړۍ د قشم ټاپو ته نژدې په اوبو کې ویشتل شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون خبري اژانس ته د قشم والي امیر تیموري ویلي، دا بېړۍ سهار شاوخوا پنځه بجې د هُنګام ټاپو او د قشم ټاپو د شیب‌دراز سیمې ترمنځ په اوبو کې په نښه شوې ده.

نوموړي د بېړۍ د نوم او ډول، پر هغې د لګېدلي توغندي یا مرمۍ د څرنګوالي او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ایران دولتي خبري اژانس دغه پېښه «د ترهګر دښمن برید» بللی، خو د برید کوونکي هویت یې نه دی په ډاګه کړی. تر اوسه د ایران هېڅ رسمي چارواکي هم د برید د عامل په اړه څرګندونې نه دي کړي.

له بلې خوا، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي له لارې د یوې بېړۍ د تېرېدو پر مهال «ناڅرګنده مرمۍ» پرې لګېدلې ده. دې ادارې په لومړني راپور کې ویلي چې د پېښې له امله د اوښتو زیانونو او د عملې د وضعیت په اړه معلومات لا نه شته.

تر اوسه روښانه نه ده چې د بریتانیا د ادارې راپور او د قشم د والي له خوا یاده شوې پېښه د یوې او که د دوو بېړیو په اړه ده.

تر اوسه هېڅ هېواد یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او امریکايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په درېیو میاشتو کې نژدې ۱۸۰ زره افغانان د نري رنځ لپاره معاینه شوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او جون ترمنځ په افغانستان کې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ کسان د نري رنځ یا توبرکلوز لپاره معاینه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه خبرپاڼه کې، چې نن (یکشنبه) یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې ده، ویلي، دا کسان د نړیوال صندوق په ملاتړ د نري رنځ د مخنیوي پروګرام له لارې معاینه شوي او د شکمنو ناروغانو لپاره د ناروغۍ د موندنې، لابراتواري ازموینو او درملنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دغه پروګرام په ځانګړي ډول له هغو زیانګالو خلکو سره مرسته کوي چې د بېوزلۍ، بې‌ځایه کېدو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، نری رنځ په افغانستان کې یوه له جدي روغتیايي ستونزو څخه ده او د دې ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د هغې د خپرېدو او مړینې د مخنیوي لپاره مهمه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG