د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

عبدالله: ډېر ژر به د وسله‌والو حملو مخه ډب کړای شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، وسله‌والو مخالفانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپلې تهاجمي حملې زیاتې کړي چې په څو راتلونکو ورځو کې به‌یې مخه ډب کړای شي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې په پيل کې ډاډ څرګند کړ چې حکومت د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ولاړ دی او د وسله‌والو مخالفانو حملې به په شا وتمبوي.

هغه زیاته کړه:

"ان شاالله هغه اوونۍ او ورځې چې په مخ کې یې لرو، د دښمن د هغو پراخو حملو څپې به چې په ټول هېواد کې یې پیل کړي دي، دفع کړای شي."

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ بېرته نیولو ته په اشارې سره وویل چې دغه ولسوالۍ، د څو ساعتونو لپاره د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه چې اوس بېرته افغان ځواکونو نیولې ده.

اجرائیه رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې په دې وروستیو څو ورځو کې وسله‌والو مخالفانو د کندز، تخار، ننګرهار او بغلان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د کندز خان‌اباد، د بغلان دهنې غوري، د هلمند ناوې او د تخار خواجه غار هغه ولسوالۍ دي چې په دې وروستیو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغلې، خو افغان ځواکونه توانېدلي چې دغه ولسوالۍ بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د دفاع وزیر ډګرجنرال عبدالله حبیبي
د دفاع وزیر ډګرجنرال عبدالله حبیبي

د دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي د یکشنبې په ورځ په شمال کې د امنیتي وضعیت د ارزونې او کنټرول په هدف کندز ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د سترو تصفیوي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان ټینګار کوي چې د وسله‌والو مخالفانو د تهاجمي حملو د دفع کولو لپاره اړتیا ده چې جنګ ښه مدیریت شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل امنیتي ادارې دې د افغان امنیتي ځواکونو غوښتنو ته رسیده‌ګي وکړي.

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر
سیاسي کارپوه اسحاق اتمر

هغه زیاته کړه:

"که جګړه ښه مدیریت شي او همدارنګه د افغان امنیتي سرتېرو غوښتنو ته په خپل وخت ځواب وویل شي، په جګړې زیات تأثیر لري، زموږ پنځوس یا شپیته سرتېري محاصره کېږي او دولت د هغوی د خلاصون توان هم لري، دوی درې څلور ورځې چغې او نارې وهي، خو څوک‌یې غږ نه‌اوري."

ښاغلي اتمر د سرتېرو غوښتنو ته د نه‌رسیده‌ګي تر څنګ د نظام په داخل کې ځینو سیاسي ستونزو ته په کتو وايي چې یادو ستونزو وسله‌وال مخالفان زړور کړي، څو خپلې حملې نورې هم زیاتې کړي.

خو د حکومت اجرائیه رئیس ډاډ ورکوي چې سیاسي کړکېچ به له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ مانع نه‌شي او په هر وخت کې به له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG