د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

تیمور: د تخار خواجه غار ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونیوله


د تخار مسؤلین وایي، خواجه غار ولسوالۍ چې نن سهار وسله‌والو طالبانو نیولې وه بېرته د افغان ځواکونو لاسته راغلې ده.

د دغه ولایت ویاند سنت‌الله تیمور ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړه کې درې افغان سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

د تخار چارواکي وایي چې اوس‌مهال افغان ځواکونو په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌ دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پخواني:

د تخار مسؤلین وایي، د خواجه غار ولسوالۍ نن سهار د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د دغه ولایت ویاند سنت الله تیمور ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه په خواجه غار ولسوالۍ کې حمله وکړه او نن سهار پنځه بجې یې دغه ولسوالۍ ونیوله.

ښاغلي تیمور وویل چې په خواجه غار کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي او د د کره شمېرې په اړه یې معلومات ورنه‌کړل.

د ښاغلي تیمور په وینا، د ولسوالۍ د بيرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

وسله‌وال طالبان بیا د ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG