د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د امریکا بي۵۲ ډوله الوتکې بیا د افغانستان جګړې ته داخلې شوې


تر کومه چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په خاطر له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا پوځي هڅې په پراخېدودي، د امریکا د متحدو ایالتونو هوايي ځواکونو یو ځل بیا د "بي ۵۲"ډوله الوتکې د افغانستان جګړه ایزو عملیاتو ته داخلې کړې.

په هغه اعلامیه کې چې په دې اړه خبره شوې نه دي ویل شوي چې له دې الوتکو نه وروسته د لسو کلونو په اوږدو څه وخت په افغانستان کې کار اخیستل شوی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د هوایي ځواکونو د ارکان رئیس دغه اوونۍ، د افغانستان په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د بي ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو لېږل اعلان کړل.

جنرال ګولدفین په یوه اعلامیه کې وویل:

"موږ بم غورځوونکې" بي۵۲" الوتکې یو ځل بیا د افغانستان په جګړه کې په الوتو رواستې."

خو په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې له دې الوتکو څخه څه وخت کار اخیستل شوی.

دغو الوتکو په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا باندې د سپتامبر تر ترهګریزو بریدونو وروسته، د امریکا په لارښوونه د ایتلاف د ځواکونو په بریدونو کې د طالبانو د رژیم په پرزولو کې مهم رول ولوباوه.​

د افغانستان د دفاع وزارت هم تایید کړه چې د امریکا هوایي ځواکونو په افغانستان کې له بم غورځوونکو بي۵۲ الوتکو څخه کار اخیستی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ له دغو الوتکو څخه د مخالفینو په کلکو سنګرونو کې کار اخیستل کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

هغه زیاته کړه:

"موږ دا واورېدل چې یوه امریکایي جنرال ویلي له"بي ۵۲ "الوتکو څخه کار اخلي، دوی به په هغو ځایونو کې ترې کار واخلي چې د دښمن کلک سنګرونه او یا غرونه وي او یا داسې نور ځایونه چې نورې الوتکې نشي کولای هغه سنګرونه ونړوي، موږ همدومره معلومات لرو."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د خپلو خبرو په دوام کې وویل؛ دغه الوتکې به افغان ځواکونو ته له مخالفینو سره په جګړه کې ډېره مرسته وکړي.

جنرال وزیري زیاته کړه، د دغو الوتکو د الوتنې صلاحیت د افغان هوایي ځواکونو سره نه دی، بلکې د "قاطع ملاتړ" د مأموریت ځواکونه د دغو الوتکو د الوزولو صلاحیت لري.

د امریکا د دفاع وزارت اعلامیه زیاتوي چې د "بي۵۲" الوتکې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې په یو وخت کې ۲۷ بمونه او راکټونه لېږدولی شي.

د امریکا "بي ۵۲" الوتکو د بارک اوباما د سږ کال د جون د میاشتې له هدایت نه وروسته خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.

هغه وخت ده ویلي وو چې د طالب وسله والو د ځپلو لپاره دې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د زیاتو هوایي ځواکونو څخه کار واخیستل شي.

د امریکا هوایي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د جون د میاشتې راپدېخوا په افغانستان کې ۸۰۰ الوتنې او ۱۴۰ هوايي بریدونه کړي دي.

رسنۍ خبر ورکوي چې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ډېر بریدونه د ننګرهار او هلمند په ولایتونو کې شوي دي.

افغان ځواکونه د ننګرهار په ولایت کې د داعش او د هلمند په ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد جنګېږي.

XS
SM
MD
LG