د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

کریم: د حزب اسلامي او افغان حکومت هوکړه‌لیک کې عمومي توافق شوی


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د تېر ځل خبرو له بې نتیجې پای ته رسېدو وروسته دا دی اوس دا ډله وايي چې له افغان حکومت سره د موافقه لیک په اړه توافق شوی او خبرې پای ته رسېدلي دي.

د سولې عالي شورا کابل ته د حزب د پلاوي رسېدل تائیدوي خو د خبرو د بل پړاو د پیل په اړه څه نه‌وايي.

د سولې عالي شورا یو مقام چې نه‌غواړي نوم‌یې افشا شي، ازادي راډیو ته وویل، د حزب پلاوی پرون ناوخته کابل ته راورسېد.

دا مقام وايي چې د پلاوي له غړو سره خبرې نه‌دي پیل شوي خو له دې مخکې، هم د حزب او هم د حکومت استازو په خبرو کې د پرمختګ ډاډ ورکړی دی.

د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم چې مخکې کابل ته رسېدلی ازادي راډیو ته وویل چې د اختلاف پر ټولو مواردو موافقه شوې او اوس‌یې دواړه لوري پر جزئیاتو کار کوي.

د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم
د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"دواړو خواوو د موافقه لیک د سند په اړه عمومي توافق کړی دی. خبرې پای ته رسېدلي او هغه پړاو پیل شوی چې د موافقه لیک پر موادو د توافق د څرنګوالي په اړه وضاحت رامنځته شي څو دواړه اړخونه پوه شي چې څنګه او په څه ډول د موافقه لیک اساسي مواد په عمل کې پلي کولای شي."

د سولې د خبرو لپاره د حزب اسلامي یو اساسي شرط له دې مخکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل و او ویل کېدل چې د تېر ځل د خبرو د ناکامۍ یو علت هم همدا شرط و.

خو ښاغلی کریم وايي، حزب اسلامي منلې چې په دې اړه به د افغانستان ولسمشر پرېکړه وکړي.

د امریکا د حکومت له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار او د حزب د ځینو نورو غړو د نومونو ایستل هغه بله مسئله ده چې د دې ډلې استازو تل ټینګار پرې کړی.

د حزب د مرکچي پلاوي مشر ښاغلی کریم وايي چې دواړو خواوو په دې اړه موافقه کړې ده.

ښاغلی کریم وايي:

"حزب اسلامي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر منځ د موافقه لیک پنځم بند پر دې مسئله ټینګار کوي چې د دې سند له لاسلیک سره سم د افغانستان دولت رسماً له اړوندو هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان د اسلامي حزب پر مشر او غړو ټول لګول شوي بندیزونه لیرې کړي. تر هغه ځایه چې موږ خبر یو، اړوندو هېوادونو د افغانستان دولت ته دا تضمین د همدې موافقه لیک په چوکاټ کې ورکړی دی."

حزب اسلامي څه کم دوه میاشتې مخکې هم له افغان حکومت سره پر یوه سند چې ۲۵ مادې یې درلودې لومړنۍ موافقه وکړه.

د حزب اسلامي پر مشرانو د نړیوالو بندیزونو لیرې کول، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د دقیقې نېټې ټاکل، د دې ډلې د بندیانو خوشې کول، له پاکستانه افغانستان ته د حزب د پلویانو انتقالول او شفاف انتخابات د دې سند له مهمو موادو څخه وو.

XS
SM
MD
LG