د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

کابل پوسټ: له حزب اسلامي سره به سوله وشي؟


له حزب اسلامي سره د سولې خبرې او د پاکستان له خوا د تروریستانو روزل او د همدغو ډلو له خوا په کوټه کې خونړۍ حمله د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې له حزب اسلامي سره به سوله وشي؟

په سرمقاله کې راغلي، دا دریمه ورځ ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی کابل ته راغلی، خو د خبرو یې هیڅ څرک نه معلومیږي او داسې ښکاري چې یو لړ اختلافات لا هم موجود دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، دا چې تراوسه د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې کومې ځانګړې نتیجې ته نه دي رسیدلي، لامل یې دا دی چې دواړه لوري یو پر بل بې باوره دي او داسې فکر کوي چې ممکن د هوکړه لیک له لاسلیکه وروسته هغه مادې عملي نه شي چې پر سر یې توافق شوی دی.

د ورځپاڼې په باور، د پیښور له شمشتو څخه کابل ته د حزب اسلامي د رهبرۍ انتقال د حزب اسلامي یوه غوښتنه ده، خو معلومه نه ده چې حکومت به یې ورسره ومني او که نه؟

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د کوټې پرونۍ خونړۍ حملې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې پاکستان د ترورېزم پر ضد مبارزه کې صادق نه دی او داسې فکر یې کاوه چې د ضرب عضب عملیاتو له لارې مخالفې ډلې افغانستان ته را واړوي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو کې د جګړو اور بل کړی، خو لیکوال د کوټې په یوه روغتون کې پروني برید ته په اشارې لیکلي، پاکستان هره ورځ په افغانستان کې د لاسوهنې لوړه بیعه ورکوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان تحریم د تروریستانو د له منځه وړلو په معنا دی.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان له څو کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې څخه د ترورېزم ضد مبارزې لپاره پیسې اخلي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، دغه مبارزه ریښتینې نه ده او همدا لامل دی چې امریکا هم پر پاکستان د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته بنده کړه.

په سرمقاله کې دغه راز راغلي، ټولو هېوادونو ته د لمر په څېر ښکاره ده چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ کوي، خو د ورځپاڼې په باور، امریکا باید پر پاکستان خپل فشارونه او بندیزونه زیات کړي.

خبر ۸:

خبر ۸ ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د ترورېزم په ځانګړې توګه د داعش ګواښ د اندیښنې وړ بللی او ویلي دي چې که حکومت د داعش ریښې ونه باسي، افغانستان به د سوریې له برخه لیک سره مخامخ شي.

په سرمقاله کې راغلي، که د تروریستي ډلو مخه ونه نیول شي، لېرې نه ده چې د داعش په ګډون بېلابېلې وسله والې ډلې په غرنیو سیمو کې پټن ځایونه پیدا او افغانستان د ترورېزم په نړیوال ډګر بدل شي.

XS
SM
MD
LG