د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

هلال: تمه ده نن شنبې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې بیا پيل شي


افغان چارواکي وایي تمه ده نن شنبې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مرکچي پلاوي سره یو ځل بیا د سولې خبرې پيل شي.

د حزب اسلامي پلاوی له حکومت سره پر ۲۵ ماده یې ابتدایي سند تر هوکړې وروسته د دویم ځل لپاره کابل ته راځي.

د حزب اسلامي پلاوی له حکومت سره پر ۲۵ ماده یې ابتدایې سند تر هوکړې وروسته د دویم ځل لپاره کابل ته راځي.
د حزب اسلامي پلاوی له حکومت سره پر ۲۵ ماده یې ابتدایې سند تر هوکړې وروسته د دویم ځل لپاره کابل ته راځي.

د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار وایي تمه کېږي د شنبې په ورځ د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي پاته غړي کابل ته را ورسېږي او له حکومتي چارواکو سره به وګوري.

قطب الدین هلال د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې دا ونه ویل چې دا پلاوی به له چا سره وګوري، خو په خبره یې له راتګ سره به یې یو ځل بیا دواړه لوري د سولې مذاکرات پیل کړي.

هغه زیاته کړه:

"خبرې مخکې هم پیل شوي وې اوس بیا پلاوی راغلی دی، خو نن امید دی چې په یوه طریقه دا خبري پیل شي."

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا ویاند امین مظفري وایي چې دوی د حزب اسلامي د پلاوي د پاته غړیو راتګ ته په تمه دي.

هغه زیاته کړه:

"د حزب اسلامي ځیني غړي کابل ته راغلي او ځينې نه دي راغلي او ډېر ژر کله چې د حزب اسلامي پلاوی بشپړ شي، خبرې به پیل شي."

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ هم تېره پنجشنبې و ویل چې له حزب اسلامي سره د سولې د مذاکراتو مثبتې نتیجې ته خوشبیني شته.

د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د مرکچي پلاوي غړي کریم امین له دې وړاندي د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي و چې د سولې هوکړه لیک د دواړو لورو له خوا نهایې شوی او ډېر ژر به لاسلیک شي.

خو نوموړي په ورته وخت کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کړیو یادونه وکړه چې لا هم د ددغه بهیر د ناکامۍ هڅي کوي.

د حزب اسلامي پلاوی څه باندي دوه میاشتې مخکې هم له افغان حکومت سره پر یوه ۲۵ ماده یې لومړني سند موافقه وکړه.

د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري د دغې ډلې پر مشرانو د بندیزونو لیرې کول، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یوې دقیقې نېټې ټاکل، د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کېدل، له پاکستانه افغانستان ته د دغې ډلې د پلویانو انتقالول او شفاف انتخابات د دغه سند له مهمو موادو څخه و.

په همدې حال د چارو کارپوه بشیر هاتف وایي، د دې لپاره چې دا ځل دواړه لورې وروستي توافق ته ورسېږي نو باید په خپلو غوښتنو کې نرمښت راولي.

هغه وايي:

"هم باید حکومت په خپلو نړیوالو ملګرو فشار واچوي چې په ځينو برخو کې له انعطاف نه کار واخلي او هم حزب اسلامي په خپلو ځينو غوښتنو کې یو څه دریځ نرم کړي، تر څو د سولې او خبرو اترو توافقات نهایې شي."

ښاغلی هاتف وایي، د ملګرو ملتونو د تور لست موضوع او ځینې نورې خبري هغه څه دي چې د حکومت او حزب اسلامي له واکه بهر دي او ښایې دا مسایل د سولې بهیر اغېزمن کړي.

اخوا مدني فعالان او خلک وایي، حکومت باید له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو جزئیات له خلکو سره هم شریک کړي که نه نو په حکومت کې د دوی د سیاسي مشارکت موضوع به تر سوال لاندي راشي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG