د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

افغانستان

سلیم: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې نه دي دریدلي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې نه دي دریدلي او اوس هم روانې دي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې لا هم له حکمتیار سره د سولې خبرو ته هیلې شته.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"د مذاکراتو بهیر لاهم نه دې پرې شوی، سولې ته هیلې شته، هیله من یو چې هغه بهیر چې پيل شوی و، دوام پيدا کړي."

څه موده وړاندې د افغان حکومت او حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې د پلاوو ترمنځ ۲۵ ماده ییزې لومړنۍ پریکړې موافقه وشوه، خو بیا وروسته د سولې خبرې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ شوې.

د ګلبدین حکمتیار د اختر په مناسب پهیو پیغام کې په افغان ولسمشر محمد اشرف غني غږ کړی چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هندي پلاوي طالب چارواکو سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر راکړه ورکړه خبرې کړي

د چابهار بندر یوه څنډه
د چابهار بندر یوه څنډه

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، له چابهار بندره د یوه نوي ارتباطي دهلیز په توګه د افغان سوداګرو ګټه اخیستل د طالب چارواکو او هندي پلاوي ترمنځ د بحث مهمه موضوع وه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت شری رندهیر پرون په یوې خبري ناسته کې ویلي، د بحث یوه برخه په‌دې ورټوله وه، چې څنګه افغان سوداګر کولی شي، د چابهار بندر له لارې صادرات او واردات وکړي.

د هند دا پلاوی د روانې میاشتې په څلورمه او پنځه په کابل کې و او له یوشمېر طالب چارواکو سره يې وکتل.

د چابهار بندر چې د هند لپاره ستراتېژیک اهمیت لري، هند ته دا زمینه برابروي چې افغانستان ته لاس‌رسی ولري.

د طالبانو مشر د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او استخباراتو رياست څخه د وسلو د وېش واک اخيستی

يوشمېر طالب عسکر
يوشمېر طالب عسکر

د راپورونو له‌مخې د طالبانو مشر د یوې فرمان په صادرولو سره له کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست څخه د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د وېش واک اخیستی دی.

دا خبر طلوع نیوز خصوصي رسنۍ د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له خولې ورکړی چې، د خپل مشر ملاهبت‌الله اخندزاده له‌خوا د اته ماده‌ییز فرمان صادرېدل تایید کړي.

په فرمان کې يې زیاته کړې ده چې، د وسلو د سمې کارونې او خوندیتوب په موخه به تر دې وروسته هر ډول وسلې او مهمات د طالبانو د مشر په حکم کارول کېږي.

پخپله ښاغلي مجاهد په خپلو ټولنیزو شبکو کې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د خوړو او کرنې ادارې نورستان کې له يوشمېر ښځو سره کرنيزه برخه کې مرسته کړې

ارشيف
ارشيف

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره، FAO د نورستان ولایت په څو ولسوالیو کې له ښځینه سرپرستو کورنیو سره د کورنۍ بڼوالۍ د وسایلو او تخمونو د مرستې خبر ورکوي.

دې ادارې پرون پنج‌شنبې پر خپله ایکس‌‌پاڼه یا پخواني ټوېټر لیکلي چې په کامدیش، برګمټال، دواب او منډوول ولسوالیو کې پر ۲۳۳۵ ښځینه سرپرستو کورنیو باندې دغه مرستې وېشل شوي دي.

د بیان له‌‌مخې پر دې سربېره ۳۸۵ مېرمنو د خوړو او تغذیې د ودې لپاره د مرخیړیو د کښت کیټونه ترلاسه کړي دي.

له‌دې مخکې دې ادارې شاوخوا درې اوونۍ مخکې ویلي و، چې له پنځلس زره زیاتو ښځو سره یې چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي د چرګو، د هغوی د خوراکي موادو، واکسین او د چرګانو د پالنې په برخه کې مرستې کړې دي.

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار: سږ کال پاکستان کې له اووه زره ډېر افغان کډوال نيول شوي

پاکستاني پوليس د افغان کډوالو د کورونو د تلاشۍ پر مهال - ارشيف
پاکستاني پوليس د افغان کډوالو د کورونو د تلاشۍ پر مهال - ارشيف

د ملګروملتونو د کډوالو اداره UNHCR وايي، سږ کال په پاکستان کې له ۷۱۰۰ زیات افغان کډوال نیول شوي او یا هم بندیان شوي دي.

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار ویلي، یوازې په اکتوبر میاشت کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان په هغه هېواد کې نیول شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي چې، د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تر ۷۶۱ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د UNHCR په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې هره میاشت په متوسط ډول ۲۳ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له‌‌‌مخې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه له ۶۸۰۰ زیات کسان له پاکستان څخه په زور ایستل شوي او دغه بهیر د جولای د میاشتې راهیسې ورو شوی دی.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳مه، د پاکستان ملي اپیکس کمېټې له دغه هېواد څخه له یو ميلیون نه د زیاتو بهرنیانو چې اکثره یې افغانان دي او قانوني اسناد نه‌لري، د ایستلو پلان تصویب کړ.

دغو بهرنیانو ته د تېرکال د نوامبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړل شوی و، چې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي کنه په زوره به وایستل شي.

د ملي مقاومت جبهې کابل کې د پنځه طالبانو د وژنې ادعا کړې

د ملي مقاومت په نوم د جبهې وسله‌وال
د ملي مقاومت په نوم د جبهې وسله‌وال

د طالبانو یوه مخالفه ډله، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې د پنج‌شنبې ماښام په کابل کې د دوی د ځواکونو په برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغې ډلې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه برید، تېره شپه په کوټه سنګي سیمه کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.

وړاندې ویل شوي، چې په‌دې پېښه کې د وسله‌‌‌والو طالبانو دوه عرادې موټر هم ویجاړ شوي او پنځه میله وسله د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د خبرپاڼې له‌‌مخې، په‌‌دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د ملي مقاومت جبهې غړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌‌‌‌دي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نه‌‌‌‌‌‌شي تاییدولی.

تر دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله د پنج‌شنبې په ماښام د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

کرکټ؛ سبا شنبه د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه
د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌‌دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه سبا شنبه وشي.

افغانستان وتوانېد تېره چهارشنبه په لومړۍ پنځوس اووره مسابقه کې چې د متحده عرب اماراتو په شارجه سټډیوم کې وشوه، بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د دویمې لوبې لپاره هم تمرینات کېږي، لوبډله به بشپړه چمتو وي. مورال یې هم لوړ دی، ځکه په لومړۍ لوبه کې یې بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه."

د افغانستان او بنګله‌‌‌دېش ملي لوبډلې به خپله درېیمه پنځوس اووره مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.

خليل‌زاد: د ډونالډټرمپ له راتګ سره د دوحې د تړون د بشپړ عملي کېدو امکان شته

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، ولسمشرۍ ته د ډونالډټرمپ له راتګ سره دا فرصت شته چې په افغانستان کې د دوحې تړون ټول عناصر په بشپړه توګه عملي شي.

خلیل‌زاد دا څرګندونې د پنج‌شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۷مه) په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.

له طالبانو سره تر ۱۸ میاشتو خبرو وروسته خلیل‌زاد د امریکا په استازیتوب په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د دوحې تړون لاسلیک کړ.

ملا عبدالغني برادر دا مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دی.

د دوحې د تړون له‌‌‌مخې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

ټاکل شوې وه، دغه تړون بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي او افغانان په خپله د افغانستان راتلونکې وټاکي.

طالبانو له اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

د اروپايي ټولنې بيرغ
د اروپايي ټولنې بيرغ

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې له بېلابېلو سکټورونو سره د اروپايي ټولنې د بشري او پراختیايي مرستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو اقتصاد وزارت پرون پنج‌شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي حنیف دا غوښتنه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې ویرونیکا باسکوویچ پوهار (Veronika Bošković Pohar) سره په کتنه کې وکړه.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، مېرمن باسکوویچ په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د بشري او پرمختیايي پروژو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ ميلیونو ډالرو مرستې د تخصیص ژمنه وکړه.

خو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یک‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له دغه هېواد سره ۶،۷ ميلیارده ډالره بشري مرستې شوې دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌مخې، له افغانستان سره د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره، په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې، چې له‌‌دې سره د اړو کسانو شمېر تر ۲۹ ميلیونو زیات شوی دی.

د سرې مياشتې ټولنه: ۸۹ ماشومان چې د هډوکو پړسوب يې درلود د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول

يوشمېر هغه ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي
يوشمېر هغه ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۸۹ ماشومان چې د هډوکو د پړسوب په ناروغۍ اخته وو یا هم سخت سوځېدلي وو، پرون پنج‌شنبه د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول.

دغې ادارې چې د طالبانو په کنترول کې ده، پرون پر خپله ایکس‌پاڼه جرمني ته د دغو ماشومانو د لېږد خبر ورکړی دی.

وړاندې ویل شوي، چې ۴۵ نور ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

څه باندې درې لسیزې کېږي چې افغان ماشومان چې سخت سوځېدلي وي، یا هم په ځینو ناروغیو اخته وي، د جرمني د "سولې کلي" بنسټ په مرسته د درملنې لپاره لېږل کېږي.

محمدنبي: له چمپینز ټراپۍ وروسته له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو مشر لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل د بنګله‌دېش پر وړاندې له لومړۍ لوبې وروسته وویل، غواړي تر چمپینز ټراپۍ وروسته یو ورځنۍ سیالۍ پرېږدي.

محمدنبي د بنګله‌دېش پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېد چې په توپوهنه کې یې ۸۴ منډې وکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

نوموړي چې د کرکټ بورډ له رسنیزې څانګې سره تر لوبې وروسته خبرې کولې، وویل نه‌غواړي نور په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي.

هغه زیاتوي: "نه ډېر یې نه سره اوږدوو، انشاالله په ون ډی/یو ورځنیو سیالیو کې به چمپینز ټراپي/اتلانو جام نه بعد خدای پاماني سره کوو."

محمدنبي تر دې دمه په ۱۶۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده چې په ۱۴۵ پاڼیو کې یې ۳۵۴۹ منډې کړې دي، دوه سلیزې او ۱۷ نیمه سلیزې یې وهلي دي.

۳۹ کلن محمدنبي د افغان کرکټ د لومړنیو لوبغاړو له ډلې یوازېنی لوبغاړی دی چې دومره ډېرې یو ورځنۍ سیالۍ یې کړي دي، هغه په ۱۵۹ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې توپ اچونه کړې چې ۱۷۱ ویکټې یې اخیستي دي.

هغه درې ټېسټ سیالۍ هم کړې دي، خو بیا یې له یادو لوبو هم تقاعد اخستی دی، نوموړي له شل اوریزو سیالیو سره د مخه ښې په تړاو لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه لا هم د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې تر ټولو لوبغاړو مخکې په لومړۍ لیکه کې ځای لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG