د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

غورځنګ: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ضرور پایله لري


د ملي امنیت شورا وایي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې د بهیر وروستۍ دقیقه نېټه لانه ده معلومه خو د دغو خبرو مثبتو نتیجو ته خوشبیني شته.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هم حکومت او هم حزب اسلامي خپلو کې د سولې د بهیر د بریالیتوب هوډ لري.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"موږ د خبرو په جریان کې د مذاکراتو نتیجې ته تل یو ښه نیت لیدلی. هم د حکومت او هم د حزب اسلامي له خوا د یو ښه نیت ښودنه شوې. نو دا خلک هیله من کوي د خبرو نتیجې ته او دا خبرې حتماً نتیجې ورکوي."

دا په داسي حال کې ده چې د حزب اسلامي مرکچي پلاوی دوهم ځل له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

افغان حکومت او د حزب اسلامي پلاوي څه باندې دوه میاشتې مخکې پر یوه ۲۵ ماده یې سند هوکړه وکړه او دغه سند د حزب اسلامي استازو د خپلې مشرتابه د تایید لپاره له ځان سره یووړ.

د سولي د عالي شورا د معلوماتو له مخې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی او په یو شمېر دولتي بنسټونو کې د حزب اسلامي استازو ته ځای ورکول، د حزب اسلامي هغه عمده غوښتني دي چې په دغه سند کې ورته اشاره شوې ده.

خو د دې تر څنګ یو شمېر مدني فعالان وایي، دا چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې په خبرو کې پر کومو مسایلو بحثونه کیږي، دا خلکو ته نه دي روښانه.

د عدالت لپاره د یووالي د بنسټ رییسې لیا غضنفر جواد په ځانګړي توګه په دغه بهیر کې د ښځو پر کمرنګه ونډې اندیښنه څرګنده کړه.

اغلې وویل:

"د سولې پروسه که له طالبانو سره وي یا حزب اسلامي سره، هلته باید مېرمنې موجودي وي. دا د اندیښنې وړ ده، کوم مسایل چې د سولې په اړه دي، په بشپړه توګه پټ دي او د خلکو لپاره روښانه نه دي."

خو جمهوري ریاست وایي، حکومت به هیڅ کله د سولې په خبرو کې پر هغه څه موافقه ونه کړي چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې وي او یا هم د یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې وګواښي.

خو دا چې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي تر را ګرځېدو وروسته به مخکیني موارد د دوی له خوا منل شوي وي او که نه او له دغې ډلې سره به د افغان حکومت د سولې خبرې کله نتیجه ورکړي، دا به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG