د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د حزب اسلامي پلاوی د خبرو د دوام لپاره کابل ته راغلی


د افغانستان د سولي عالي شورا او د حزب اسلامی مرکچي پلاوی کابل ته د دغه پلاوی راتګ تاییدوي.

د یادې شورا یوه غړي او د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي استازي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پلاوی نن یکشنبې د خبرو د بیا پیل لپاره کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي داسې کومه ستونزه نشته چې د حزب اسلامي سره د خبرو په وړاندې خنډ وګرځي.

د ولسي جرګې یوه غړي محمد نذیر احمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې به مثبته نتیجه ورکړي.

احمدزی: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې به مثبته نتیجه ورکړي.
احمدزی: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې به مثبته نتیجه ورکړي.

هغه زیاته کړه:

"ډاډه یو چې پلاوی راشي نو بیا داسې کومه خبره نه شته چې د سولې د خبرو په وړاندې خنډ شي یا پروسه زیانمه کړي، موږ د ملي وحدت د حکومت او حزب اسلامي له رهبرانو غواړو چې د سولې د خبرو په برخه کې خلکو ته زیری ورکړي او وړې ستونزې بیا ورسته هوارې کړي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد ایوب رفیقي ازادي راډیو سره په خبرو کې کابل ته د حزب اسلامي پلاوي د راتګ خبره تایید کړې ده.

دغه شان د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي استازي امین کریم ازادي راډیو ته ویلي دي چې نوموړی پلاوی د خبرو د دوام په هدف د یکشنبې په ورځ کابل ته رارسېدلی او ویلي دي چې تر نن ماښامه به په دې برخه جزیات له رسنیو سره شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مرکچې پلاوي شااو خوا دوه میاشتې مخکې د سولې ۲۵ ماده ییز تفاهم لیک په دې هدف له ځانه سره یوړ چې د خپل ګوند د غړو او مشرانو سره به پرې بحث کوي.

خو تر منځ موده کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندي د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې له ستونزو سره مخ شوي.

د سولې عالي شورا او حزب اسلامي دا خبرې رد کړې وې او یوازې یوه شایعه یې ګنلې وه.

تر دې مخکې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي و چې هیڅ ډلې ته به د سولې په خبرو کې امتیاز ورنه کړي او هیڅ یوه غوښتنه چې د اساسي قانون سره په ټکر کې و به يې نه مني.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايی چې باید هڅه وشي چې نرمښت رامنځته او په دغه خبرو کې په هغو مسایلو چې عملي نه دي خبرې ونشي.

یو تن سیاسي کارپوه شهزاده مسعود په دې اړه وايي:

سیاسي کارپوه شهزاده مسعود
سیاسي کارپوه شهزاده مسعود

"دواړه خواوې باید نرمښت وښيي او هغه مسایل چې عملي نه دي پرې ټینګار ونه کړيو ځکه که پر هغې ټینګار وشي او خبرې ناکامه شي د خلکو باور به د سولې په پروسه له منځه ولاړ شي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو غړی عبدالستار خواصي وايي چې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ډلې سره په خبرو کې سولې ته د رسېدلو په برخه کې ډېرې هیلې موجودې دي.

د نوموړي په وینا دا چې د حزب اسلامي مرکچي پلاوی په ځنډ سره کابل ته راغی لامل یې د خپلو پلویانو سره د تفاهم لیک په اړه سلا مشوره وه.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG