د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

فعالان: د دهمزنګ د خونړۍ پېښې ټول اړخونه دې روښانه شي


ځیني پوهان او مدني فعالان له حکومته غواړي چې د کابل ښار د دهمزنګ په واټ کې د اسد د میاشتې د دوهمې نیټې د پېښې په اړه څیړنو کې، بې طرفي مراعت کړي.

یاد فعالان د کابل ښار د دهمزنګ په واټ کې، د اسد د دوهمې نېټې د پېښې د اصلي لاملونو موندل ضروري ګڼي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې کره او شفافې څېړنې وکړي.

دوی د یکشنبې په ورځ په دهمزنګ کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په اړه په یوې تحلیلي ناسته کې وویل، که د دې پېښې مختلف اړخونه ونه څېړل شي او نتایج یې له خلکو سره شریک نه شي، خلک به د عدالت د تامینولو په برخه کې پرحکومت بې باوره شي.

د دې ناستې یوه تنظیموونکي احمدالله نوید د موضوع په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"کمېسیون باید هڅه وکړي چې د بې طرفۍ اصل، د خلکو ګټې او په څېړنو کې شفافیت رعایت کړي، د پېښې د ټولو اړخونو څېړل او ارزیابي ضرورده او که داسې ونه شي، خلک به پرکمېسیون بې باوره شي."

نوید: کمېسیون باید هڅه وکړي چې د بې طرفۍ اصل مراعت کړي.
نوید: کمېسیون باید هڅه وکړي چې د بې طرفۍ اصل مراعت کړي.

ښاغلي نوید وویل، په دهمزنګ کې د دښمن د حملې هدف داو چې په خلکو کې ویره او نفاق خپور او د دموکراسۍ ارزښتونو ته زیان ورسوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پخوا تردې د روښنايي غورځنګ غړو ویلي و چې یادې پېښې ته د ټاکل شوي کمېسیون د څېړنو نتایج به ونه مني او پکارده چې دغه څېړنې د نړیوالو څارګرو بنسټونو لخوا وڅارل شي.

د روان لمریزکال د اسد په دوهمه نېټه د دهمزنګ په چوک کې د روښنايي غورځنګ پر مظاهره کوونکو د برید په نتیجه کې، په لسګونو مظاهره کوونکي ووژل شول او په سلګونو په کې ټپیان شول.

د مظاهره کوونکو غوښتنه داوه چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزې دې د بامیانو له ولایته تېر شي.

له پېښې وروسته جمهور ريیس اشرف غني د لوی څارنوال په مشرۍ یو کمېسیون وګماره چې دغه پېښه په هراړخیزه توګه و څېړي او عاملین يې په ګوته کړي.

په دې کمېسیون کې د مختلفو بنسټونو، ملي شورا، امنیتي ادارو، د بشري حقونو د ارګانونو او د حکومت استازي شامل دي.

په ورته وخت کې لویه څارنوالۍ وايي، د دهمزنګ پر پېښه بې پرې او کره څېړنې روانې دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

عزیزي: د دهمزنګ پر پېښه بې پرې او کره څېړنې روانې دي.
عزیزي: د دهمزنګ پر پېښه بې پرې او کره څېړنې روانې دي.

"زموږ څېړنې روانې دي، موږ د قانون پلي کېدل اوعدالت غواړو، دا ګډ کمېسیون چې هرڅه ترتیب کړي د عدلي دوران تابع به وي،د قربانیانو له کورنیو سره ژمنه کوو چې قانون به پلی او عدالت به تامین شي."

ځینې کارپوهان وايي، پخوا تردې هم د ورته کمېسیونونو څېړنو ښې نتیجې نه دې ورکړي.

د دې کارپوهانو له ډلې مطیع الله خروټي ازادي راډیو ته وویل، ترهغې چې په هېواد د جنګ مخه ونه نیول شي او په نظام کې دننه ورانکاري افشاء نه شي، دا ډول کمېسیونونه به بیاهم نتیجه ورنه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG