د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

روښنایۍ غورځنګ: د دهمزنګ پېښه دې نړيوال کمېسیون وڅېړي


د روښنایۍ غورځنګ غړي وایي، که د دهمزنګ پېښې ته د څېړنې لپاره د نړیوالو بنسټونو تر څارنې لاندې کمېسیون جوړ شي نو دوی حاضر دي ورته اسناد وړاندې کړي.

د دغه غورځنګ غړي داود ناجي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

"د غورځنګ د اصلي غوښتنو تر څنګ زموږ غوښتنه دا ده چې یو نړیوال بې طرفه او متخصص کمېسیون دې دا کار وکړي."

د دغه غورځنګ بل غړي احمد بهزاد هم حکومت د دهمزنګ د پېښې یو اړخ وباله او ویې ویل چې د مظاهره کوونکو د امنیت لپاره لازم تدابیر نه و نیول شوي.

د روښنایۍ غورځنګ غړی داود ناجي
د روښنایۍ غورځنګ غړی داود ناجي

د دهمزنګ د پېښې څېړنې ته ګمارل شوي دیارلس کسیز کمېسیون د سې شنبې په ورځ د افغانستان د لوی څارنوال فرید حمیدي په مشرۍ کار پيل کړ.

په دغه کمېسیون کې د حکومت، امنیتي او قضایې ارګانونو، د بشر د حقونو د کمېسیون استازي او د ولسي جرګې یو غړی هم شامل دی.

ولسمشر اشرف غني او د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي چې د دغه کمېسیون مشري کوي، ویلي که هر څوک په دې پېښه کې ملامت وپيژندل شي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

اخوا د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، د اسد د دوهمې نېټې د مظاهرې لپاره حکومت ټول تدابیر نیولي و خو په خبره یې تروریستان په هره برخه کې خلک په نښه کوي.

نوموړی وایي، د دهمزنګ د پېښې د څېړنو نتایج به ټول له ولس سره شریک شي.

فیصل وایي، د اسد د دوهمې نېټې د مظاهرې لپاره حکومت ټول تدابیر نیولي و
فیصل وایي، د اسد د دوهمې نېټې د مظاهرې لپاره حکومت ټول تدابیر نیولي و

ښاغلي فیصل وايي:

"کمېسيون ګډ کمېسیون دی، په کې د بېلابېلو ادارو استازې شته. لوی څارنوال د دغه کمېسیون مشري کوي او هر کله چې د دوی د پلټنو نتیجه معلومه شوه، جزیات به یې له ولس او له هغو کسانو سره چې مشخصاً په دغه پېښه کې یو نه یو ډول زیانمن شوي دي، شریک شي."

د حقیقت موندنې د ګمارل شوي کمېسیون مشر او د افغانستان لوی څارنوال همدا راز ډاډ ورکوي چې د دغې پېښې په اړه به رڼې او بې طرفه څېړني کوي.

خو د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري د دهمزنګ د پېښې د عاملینو پر ژر موندلو او مجازاتو ټینګار کوي.

ښاغلي غفاري وایي، که حکومت دا کار ونه کړي نو د خلکو باور به پرې کم او له زیاتو ننګونو سره به مخامخ شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG