د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ارګ: کابل حملې لپاره جوړ شوی کمېسیون ژر خپل کار پیلوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د لوی څارنوال فرید حمیدي په مشرۍ د دهمزنګ د وروستۍ خونړۍ پېښې څېړلو ته کمېسیون جوړ شوی او ډېر ژر به د دغې حملې په اړه څېړنې وکړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم مشخصه نه کړه چې کمېسیون به په څو ورځو کې خپلې څېړنې بشپړوي، خو زیاته یې کړه چې د ولسمشر حکم دا و چې څېړنې ژر وشي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د لوی څارنوال تر مشرۍ لاندې کمېسیون جوړ شوی چې په ترکیب کې یې د بشرحقونو خپلواک کمېسیون، د امنیتي ارګانونو غړي، وکیلان او د معترضینو استازي په کې ګډون لري، ډېر ژر به دوی خپلې څېړنې پیل کړي."

بل لورته جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې د کمېسیون د غړو نومونه خپاره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر ستر سلاکار عباص بصیر، د جمهوري ریاست د حقوقي بورډ مشر نصر الله ستانکزی، د ولسي جرګې غړې شاګل رضایي، د کورنیو چارو امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان، د دفاع وزارت مرستیال هلال الدین هلال او د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد د دغه کمېسیون نور غړي دي.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې د اجرائيه ریاست د وزیرانو شورا د دارلانشا مشر نصرالله ارسلایي، د اجرائيه ریاست استازی محمد ناطقي، د ملي امنیت معاون عبدالمتین بیګ، د بشري حقونو کمېشنر موسی محمودي او پخوانی وکیل عباس نویان هم د دغه کمېسیون د غړو په توګه یاد شوي دي.

دغه کمېسیون وروسته له هغې وټاکل شو چې د شنبې ورځې خونړۍ حمله چې داعش یې مسئولیت واخېست په خپل ډول کې بې سارې وه.

بل لورته د روښنایې غورځنګ مشران وایي، ټاکل شوی کمېسیون دولتي دی او دوی ته یې څیړنې د منلو وړ نه دي.

د دغه غورځنګ د مشرتابه پلاوی غړي محمد عارف رحماني ازادي راډيوته وویل چې دغه کمېسیون هغه مهال ورته د منلو وړ دی چې بې پرې نړیوال استازي په کې حضور ولري.

ښاغلي رحماني زیاته کړه:

"دولتي کمېسیون موږ ته د منلو وړ نه دی، موږ ورباندې اعتماد نه لرو، زموږ غوښتنه دا ده چې داسې یو ګډ کمېسیون دې رامنځ ته شي چې په هغه کې حکومتي، د معترضینو استازي او د جرم پيژندنې نړیوال پولیس په کې غړیتوب ولري، دا کمېسیون د ملګرو ملتونو په مشرۍ دا جنایت وڅېړي."

له دې یوه ورځ وړاندې د بشري حقونو د کمېسیون مشرې سیما سمر هم وویل چې د دغې پېښې په څېړنو کې باید د هاګ د نړیوالې جنایي محکمې له مسئولینو مرسته وغوښتل شي.

خو معلومه نه ده چې افغان حکومت به د دهمزنګ د وروستۍ خونړۍ پېښې په څېړنو کې نړیوال بنسټونه هم ورګډ کړي او که به د کمېسیون په همدغه اوسني تشکیل څیړنو ته دوام ورکړي.

بل خوا ځیني افغان کارپوهان هم د دې کمېسیون د جوړېدو پر څرنګوالي انتقاد کوي او وایي چې د دې ډول کمېسیونونو د څېړنو نتایج ډېر ځله ناڅرګند پاتې شوي دي.

د دغو کارپوهان له ډلې ودیر ساپی هم ټینګار کوي چې حکومت دې د پیچلو پیښو په څیړنو کې له نړیوالو بنسټونو مرسته وغواړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG