د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

ملي ارمان: حکومت له داعشه د دهمزنګ د شهیدانو غچ واخېست


په ننګرهار کې د داعش پر ضد روان عملیات او په کابل کې د وروستۍ خونړۍ پېښې د تحقیقاتو څرنګوالی د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې حکومت له داعش څخه د دهمزنګ د شهیدانو انتقام واخېست.

په سرمقاله کې راغلي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې تېره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش یو مهم مرکز له منځه ولاړ، ۱۲۲ کسان یې ووژل شول او ۲۰ نور ونیول شول.

د سرمقالې لیکوال ویلي، داعش ته په ننګرهار کې وروسته له هغې درنه مرګ ژوبله واوښته چې په کابل کې له خونړۍ حملې وروسته ولسمشر ژمنه وکړه چې له داعشه به د بې ګنا کسانو د وینو انتقام اخلي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په ننګرهار کې داعش ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي دي چې د داعش هغه ځالې له منځه ولاړې چې دوی په کې د پاته کېدو تمه لرله.

په مطلب کې راغلي، یو شمېر رسنیو دا تبلیغات کول چې د داعش د له منځه وړلو لپاره ورکول شوی ضرب الاجل په داسې حال کې په پوره کېدو دی چې دغه ډله ونه ځپل شوه، خو د مطلب لیکوال ویلي، اوس ځانګړو افغان ځواکونو دغه خبرونه نفي کړل او داعش ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د هېواد په دې مطلب کې دا هم راغلي چې د داعش ځپلو ته پياوړې اراده موجوده ده او په تېرو څو میاشتو کې یې ۶۵۰ جنګیالي وژل شوي دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي، که د دهمزنګ وروستۍ خونړۍ پېښه په شفافه او عادلانه توګه وڅېړل شي، د خلکو باور به په حکومت پیاوړی شي.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت دا ځل ډېر جدي دی او هڅه به وکړي چې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې تیاره او ګونګ اړخونه روښانه او هر اړخیزې څېړنې وکړي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کابل د وروستۍ خونړۍ پېښې په اړه لیکلي چې ولسونه له سیاستوالو هوښیار دي.

په سرمقاله کې راغلي، په وروستۍ خونړۍ پېښې ټول خفه دي، خو یو شمېر رسنیو بیا د خلکو په سترګو کې خاورې شیندلې او د ولس او د قربانیانو هغه خبرې یې سانسورولې چې د حملې د عواملو په اړه یې کولې.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په کابل کې د روښنایي غورځنګ د مشرانو اصلي غوښتنه برېښنا نه، بلکې د سیاسي او قومي ټیکه دارانو قدرت نمایي وه.

XS
SM
MD
LG