د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

عبدالله: د دهمزنګ پېښه د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو هڅه وه


د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، دښمن د ملت د کمزوري کولو او ترمنځ یې د بې اتفاقۍ او کرکې پیدا کولو ستراتیژي لري.

ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې رسنیو ته وویل چې په دهمزنګ کې د وروستۍ خونړۍ پېښې یو هدف هم ممکن د بې اتقافۍ د اچولو هڅه وي.

نوموړي وویل چې ولس باید د دښمن د دې ډول دسیسو او تکتیکونو پر وړاندې بیداره وي، ځکه چې دا لومړی ځل نه دی چې بې ګنا کسان هدف ګرځول کیږي.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"ممکن د دښمن غټ هدف چې غواړي هغې ته ورسیږي او خدای مکړه هغه د ملت، هېواد او خلکو د کمزوری سبب ګرځي د خلکو تر منځ تفرقه اچول او د شک ایجادول دي."

دا په داسې حال کې ده چې داعش وسله والو د تېرې شنبې په ورځ د روښنايي غورځنګ پر معترضینو چې د بامیانو له لارې یې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د مزو غځول غوښتل، د حملې مسئولیت واخېست.

د کورنیو چارو وزارت د دغې حملې وژل شوي اتیا کسان ښودلي و، خو وروسته د عامې روغتیا وزیر وویل چې په دې حمله کې ۶۶ کسان وژل شوي او ۳۰۵ نور ټپيان دي.

د عامې روغتیا وزیر وویل چې په دې حمله کې ۶۶ کسان وژل شوي
د عامې روغتیا وزیر وویل چې په دې حمله کې ۶۶ کسان وژل شوي

په دهمزنګ کې پر مظاهره چیانو شوې حمله له ۲۰۰۱ کال راهیسې په خپل ډول او د مرګ ژوبلې له کبله بې سارې وه.

له دې وړاندې یو ځل په خوست کې هم پر مظاهره چیانو ورته حمله شوې وه، خو هلته یې مرګ ژوبله کمه وه.

له دې وړاندې امنتیي ادارو د مظاهرې تنظیمونکو ته دا وخت مناسب نه وو بللی او د امنیتي ګواښونو یادونه یې کړي وه.

په همدې حال کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي چې خلک دې وضعیت ته په کتو هغه وخت مشروع غوښتنې وکړي چې حق یې تلفیږي.

نوموړی وايي، حکومت د متوازنې پراختیا له ژمنې سره سم مرکزي ولایتونو ته د بریښنا د ورکولو ژمنه لري او خلک باید حکومت ته وخت ورکړي.

دی وايي :

"دا چې یو مسیر درې کاله مخکې ټاکل شوی وو خو هغې وخت مرکزي ولایتونو ته هیڅ بریښنا په نظر کې نه وه نیول شوي او بیا هماغه وخت دا مسیر بدلیږي خو د ملي یووالي حکومت په دوره کې هغو سیمو ته بریښنا په یوه واقعیت بدلیږي نو دا واقعیتونه باید په نظر کې ونیول شي او په عمل کې افغان دولت ته وخت ورکړل شي."

د روښنايي په نوم جوړ شوی غورځنګ د ترکمنستان څخه د بامیانو له لارې د بریښنا مزو په غځېدو له هغې سره سره ټینګار کوي چې جرمني کمپنۍ، افغان حکومت او د ستونزې د حل په خاطر ټاکل شوي کمېسیون د سالنګ لار غوره ګڼلي ده.

افغان حکومت له دې سره ویلي چې د دوشي له لارې به بامیانو ته ۲۲۰ کیلو ولټه بریښنا ورکړي.

معلومه نه ده چې د حکومت دغه ژمنې به د روښنایي غورځنګ د مسئولینو قناعت ترلاسه کړي او که نه؟ خو د دغه غورځنګ مسئولینو له دې وړاندې ویلي، حکومت یې د غوښتنو پر وړاندې بې غوري کوي.

یوسف خــان ځــــــدراڼ

XS
SM
MD
LG