د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

کابل پوسټ: یوناما مړي شمېري، که کوم بل مسئولیت هم لري؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره په کابل کې د شنبې ورځې خونړۍ حملې د څرنګوالي په اړه راولاړو شوېو پوښتنو او د ملکي مرګ ژوبلې زیاتیدو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت ورځپاڼې لیکلي، د دهمزنګ د وروستۍ خونړۍ پېښې څرنګوالی اوس هم ګونګ دی او خلک په دې فکر کې دي چې له دې وروسته به څنګه د حکومت پر ضد د اعتراض غږ پورته کوي.

په سرمقاله کې راغلي، د ملي وحدت حکومت د دوو کلونو په پوره کېدو ممکن د حکومت د دوام پر ضد اعتراضونه راپورته شي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، له وروستۍ حملې نه به حکومت د ځان په ګټه کار واخلي او خلکو ته به وایي چې که مظاهرې وکړي ممکن له ورته برخه لیک سره مخامخ شي.

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې حکومت او د روښنایي غورځنګ باید تر خپل منځه ستونزې او اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په سرمقاله کې راغلي، امنیتي ځواکونو باید د شنبې ورځې مظاهرې ته سل په سله کې ټینګ امنیت نیولی وای، خو اوس چې د مظاهرې پر مهال دغسې خونړۍ پېښه وشوه، ولسمشر یې باید په جدي ډول وڅېړي او هغه کسان مجازات کړي چې وظیفوي غفلت یې کړی دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د روښنایي غورځنګ مسئولینو هم غفلت کړی او هغه دا چې د حالاتو له درک پرته یې دومره لویه مظاهره رابللې وه.

سرمقاله لیکوونکي وړاندیز کړی چې اوس خو پېښه وشوه، خو په کار دا ده چې د پېښې ټول اړخونه وڅېړل شي او موجوده اختلافاتو ته د حل لاره پیدا شي.

یوناما یوازې مړي شمېري، که کوم بل مسئولیت هم لري؟ دا د کابل پوسټ د یوه مطلب سرلیک دی چې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما خپاره کړي راپور ته ځانګړی شوی.

په مطلب کې راغلي، یوناما د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې ارقام لوړ او د تیر کال د همدې مودې په پرتله څلور فیصده زیات ښودلي، خو په مطلب کې د چارو د شنونکو په حواله لیکل شوي چې یوناما دا مسئولیت هم باید واخلي چې د پاکستان په څیر د افغانانو وژونکي نړۍ ته وروپیژني، څو یې پر وړاندې اقدامات وشي.

ویسا ورځپاڼې هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه یوه مطلب کې ویلي چې په تیرو ۷ کلونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې ده.

په مطلب کې د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندی ماموریت خپاره شوي راپور ته په اشارې لیکل شوي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ ملکي کسان وژل شوي او ۳۵۶۵ نور ټپیان شوي دي.

په مطلب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون هم را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، په دې مرګ ژوبله کې تر ډيره طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې لاس لري.

XS
SM
MD
LG