افغانستان
حمیدي: د دهمزنګ پېښه به هر اړخېزه وڅېړل شي
د کابل په دهمزنګ کې شوې خونړۍ پېښې ته د حقیقت موندنې د ټاکل شوي کمېسیون رییس ژمنه کوي چې د پېښې په تړاو به هر اړخېزې او عادلانه څېړنې وکړي.
د افغانستان لوی څارنوال او د دغه کمېسیون رییس فرید حمیدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د پلټنو نتیجې به له خلکو سره شریکې شي:
"د پلټنې دغه پلاوی به هر اړخېزه څېړنه وکړي، موږ د خدای او د افغانستان د خلکو په وړاندې ژمنه کوو چې بې پرې، منصفانه او عادلانه هر اړخېزې څېړنې به کوو."
د شنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې په مظاهره باندې په انتحاري حمله کې چې داعش یې مسوولیت واخېست د عامې روغتیا وزارت په وینا په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ تنه معترضینووژل شول او له ۳۰۰ زیات ټپیان شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسیايي لوبې او د افغان لوبغاړو ځینې لاسته راوړنې
د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي خالد هوتک په اسیايي لوبو کې خپل یمنی سیال مات کړی او یو اتم پړاو یا کوارټرفاینل ته وتلی دی.
تمه ده هوتک سبا ماښام په کوارټرفاینل کې له خپل اندونیزیايي سیال سره مخ شي.
دی که هغه لوبه وګټي نو د اسیايي لوبو د برنزو مډال یې قطعي کېږي ځکه نیمه پایلوبو ته وتلی شي.
خالد هوتک دوه وار مخکې هم په چین او اندونیزیا کې له اسیايي لوبو د برنزو مډالونه ګټلي.
اخوا افغان لوبغاړې فریبا هاشمي په بایسکل چلوونې کې د شنبې په ورځ په یو لړ لوبو کې اوومه شوه.
هغې ۲۴ کیلومتره لاره په نږدې ۲۸نیمو دقیقو کې ووهله او له تایلند، تایوان، ایران، مغولستان، اندونیزیا،متحده عرب اماراتو، ماکائو او قطر څخه مخکې پای کرښې ته ورسېده.
اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي ګډون لري.
د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ؛ افغانستان او د نړۍ ځینې نورې برخې لا هم په کړکېچونو کې ښکېلې دي
د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو له خوا سږ کال دې ورځې ته دا شعار ټاکل شوی چې : « په سولې باندې پانګونه وکړئ – سوله د هر چا لپاره، هر چېرته او هره ورځ.»
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې : « سوله په خطرناک ډول کمه شوې. خو په نړۍ کې لا هم خلک ښيي چې موږ کمزوري نه یو.بشرپالان، مرستندویان، مشران او سوله ساتي د ټولنو تر منځ د نفاق د له منځه وړلو او د خبرو هڅې کوي.»
د اوکرایین او روسیې جګړه، د منځني ختیځ روان کړکېچونه او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او د ملکیانو مرګژوبله هغه څه دي چې په دې ورځ یې سیوری غوړولی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل راپور کې چې همدا سپټمبر یې خپور کړی و، ویلي چې د افغانستان د څو لسیزو اوږدې وسلهوالې جګړې قربانیان لاهم له ژورو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي.
پر افغانستان د پاکستان بریدونه، طالب حکومت یې پر ملکیانو برید بولي، خو پاکستان وایي وسله وال یې ویشتلي
د طالبانو حکومت وایي چې پاکستاني پوځ تېره شپه د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه ( وږي ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې برید پر ملکیانو شوی او په خبره یې کونړ کې یې درې تنه وژلي او ۴ نور ټپيان کړي دي چې مېرمنې هم په کې دي.
مجاهد زیاته کړې چې په پکتیکا کې برید پر یوه کور او یوه دوکان شوی چې ځاني زیان نه لري.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې بریدونه د وسله والو مخالفانو پر مشکوکو اهدافو شوي چې ۲۸ تنه په کې وژل شوي دي.
ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی او سملاسي خپلواکو سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه بریدونه داسې مهال کیږي چې په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه مرکز د جمعې ورځې خونړي برید لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل او لسګونه نور ټپیان کړل.
د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي
د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو خلاص افغانستان بنسټ د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې له ټولو کورنیو غوښتي چې له پولیو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپله ونډه ترسره کړي او خپل ماشومان واکسین کړي. د دغه بنسټ په خبره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین به په جنوبي حوزه کې د سې شنبې په ورځ پیل شي.
د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې څه کم دوه اونۍ مخکې په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په دې هیواد کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۵ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې یې واکسین مخه نیولی شي.
حالوش: په ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه افغان کډوال مړه شوي
د حالوش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت پر یوې لویې لارې د افغان کډوالو موټر له یوه تیل وړونکي موټر سره ټکر کړی چې له کبله يې اووه افغان کډوال مړه شوي او او نهه نور ټپیان دي.
دې سازمان پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې پېښه د جمعې په ورځ د (سنبلې۲۷مه) د ایرانشهر او جکیګور ترمنځ پر لویه لار شوې ده.
تراوسه د دې افغانانو د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
طالب چارواکي: چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې
د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د کابل ښار داوومې ناحیې په چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې ده.
دې ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د یوه ویډيو پیغام په خپرولو سره ویلي،" د غره د ښویېدنې په صورت کې د سلګونو کورنیو د زیانمنیدو احتمال شته او خلکو يې غوښتي چې دا سیمه تخلیه کړي".
وړاندې راغلي چې یو مسلکي ټیم د ارزونې په موخه سیمه ته استولی شوی دی.
د طالب چارواکو په خبره، د دې غره په لمنو او شاوخوا سیمو کې نژدې ۳۰۰ کورونه د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د رالوېدو له احتمالي خطر سره مخ دي.
چهلستون د کابل ښار یوه له پخوانیو او غرنیو سیمه ده چې په ځینو برخو کې استوګنیز کورونه د غره د لمنو سربیره د غره په پورته برخو کې جوړ شوي دي.
د کوهاټ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر۳۱ او د ټپیانو۸۴تنو ته لوړ شوی
په خیبرپښتونخوا کې یو مسوول چارواکی وايي، د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه کې ۳۱کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.
په کوهاټ کې د ۱۱۲۲ مرستندویه ادارې ویاند بلال احمد فیضي ازادي راډيو د نویو شمیرو په تایید سره وویل چې اته وسله وال په وژل شویو کې شامل دي.
د هغه په ټکو،" د وروستیو معلوماتو له مخې د وژل شویو کسانو له ډلې ۲۱تنه يې پولیس دي".
بل پلو، د خیبرپښتونخوا د پولیسو ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د اتو وسله والو د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.
پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.
له چاودنې وروسته یو شمیر وسله وال جومات ته ننول او له پولیسو سره يې نښته پیل کړه.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی.
دې وزارت ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې مرګونې چاودنه وغندله
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې وسله وال برید غندلی دی.
دې وزارت نن شنبه د (سنبلې۲۸مه) په یوې اعلامیه کې ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".
وړاندې په اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.
پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.
د کوهاټ مرستیال کمېشنر نوید احمد ازادي راډیو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۰تنو وژل کیدل او د ۷۸کسانو ټپي کیدل تایید کړي دي.
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغان کډوالو ایستل ودروي
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت دې له خطر سره مخ، د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي.
دې دلې پرون جمعه (د سپټمبر ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتني څو د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له جدي نقض، شکنجې او د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر خپلې اېکسپاڼې د دې غوښتنې هرکلی کړی.
هغه وړاندې لیکلي "له پاکستانه د بشري حقونو د مدافعانو، بېسرپرسته ښځو او ماشومانو، خبریالانو، قاضیانو، څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او یو شمېر نورو کسانو د اخراج په اړه ډېر اندېښمن دی".
د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې د پاکستان له طبي پوهنتونونو د افغان محصلینو د اخراج په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې دا پرېکړه له ۱۰۰ ډېر افغان محصلین اغېزمنولی شي.
د پاکستان طبي شورا د روانې سنبلې میاشتې په ۱۶مه په دې هېواد کې د ټولو طبي رشتو افغان محصلینو ته امر وکړ چې له پاکستانه ووځي.
خو پرون جمعه د لاهور یوې محکمې د افغان محصلینو د اخراج مسئله تر بل امره ځنډولې ده.
ملګري ملتونه: پاکستان روان میلادي کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي
ملګري ملتونه وايي، پاکستان روان کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي او اخراج کړي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) او د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون جمعه د (سپټمبر ۱۸مه) په یوه ګډ راپور کې وویل چې "د روان کال له جنورۍ تر سپټمبره څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له نیول کېدو وروسته افغانستان ته اخراج شوي دي".
د راپور په ټکو، دا کډوال د طالبانو تر واک لاندې داسې افغانستان ته ستنېږي چې کاري فرصتونه لا له وړاندې پهکې په نشت حساب دي او خلک پهکې له فقر او بېوزلۍ کړېږي.