د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

لس سناتوران د ملي شورا کمېټې ته معرفي شول


د افغانستان مشرانو جرګې د تقنین د کمېسیون تر وړاندیز او رایه ګېرۍ وروسته د یادې جرګې لس تنه غړي د ولسمشر پر تقنیني فرمان د بحث لپاره ګډې کمېټې ته معرفي کړل.

دغه سناتوران د ملي شورا د دواړو مجلسونو په ګډې کمېټه کې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه پرېکړه کوي.

د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د یادو کسانو نومونه اعلان او د جرګې غړي یې پرې رایه ګېرۍ ته راوبلل.

د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"سناتور صاحبانو! د تقنین کمېسیون د مشترک مجلس لپاره مشترک کمېسیون غوښتی دی، کمېسیون دغه اعضا پیشنهاد کړي که چېرې موافق یاست شین کارت او که چېرې مخالف یاست سور کارت پورته کړئ، تایید شول."

دغه پرېکړه وروسته تر هغې وشوه چې د جرګې یو شمېر غړو د کسانو په انتخاب کې د تقنین د کمېسیون له پرېکړې سره مخالفت ښکاره کړ او ویل یې چې د جرګې له هر کمېسیون څخه باید یو کس ګډې کمېټې ته معرفي شي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر دوهم تقنیني فرمان چې د جوزا په میاشت کې د ولسي جرګې له خوا رد شوی و، د مشرانو جرګې له خوا د ځینو تعدیلاتو په راوستلو سره تایید شو چې اوس باید د قانون له مخې د وروستۍ پرېکړې لپاره د داوړو مجلسونو غړي په یوې ګډې کمېټې کې پرې بحث وکړي.

عبدالله عبدالله واضح نه کړه چې دغه کار به څه ډول او د کومو قانوني مراجعو له لارې مخ ته ځي.
عبدالله عبدالله واضح نه کړه چې دغه کار به څه ډول او د کومو قانوني مراجعو له لارې مخ ته ځي.

دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د افغان حکومت اجراییه رییس د وزیرانو شورا د دوشنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې پر انتخاباتي اصلاحاتو به د سې شنبې له ورځې څخه جدي کار پیل شي.

عبدالله عبدالله واضح نه کړه چې دغه کار به څه ډول او د کومو قانوني مراجعو له لارې مخ ته ځي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د عبدالله عبدالله په دغو څرګندونو انتفاد کوي وايي، تر کومه چې په ملي شورا کې د ولسمشر د دوهم تقنیني فرمان برخلیک معلوم نه وي په دې برخه کې هر اقدام بې ګتې دی.

د مشرانو جرګې غړي محمد اجان منګل او محمد محسن هوتک وايي:

"ډاکټر صیب عبدالله چې پرون یې وویل چې دوی به د سې شنبې له ورځې څخه پر انتخاباتي اصلاحاتو کار کوي، که دا کار له تقنیني فرمان تر بحث مخکې کېږي دا په دې مانا ده چې دوی قانون ته احترام نه لري.

- تر څو چې د دغې کمېټې د کار نتیجه نه وه اعلان شوې دوی باید دغه څرګندونې نه وې کړې، که دوی نوی فرمان هم صادروي تر څو چې د دې فرمان برخلیک نه وای معلوم باید دا څرګندونې یې نه وې کړې."

بل خوا د جرګې یو شمېر غړو د اصلاحاتو او انتخاباتو د جوړولو په برخه کې د حکومت په کمزورتیا انتقاد وکړ ویې ویل چې د حکومت مسوولان خپل مسوولیتونه په سم ډول نه تر سره کوي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر لومړی فرمان د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا رد شوی و.

دا چې اوس ګډه کمېټه د ولسمشر د دوهم تقنیني فرمان په برخه کې څه پرېکړه کوي او برخلیک به یې څه شي د کمېټې د کار تر پایلو باید انتظار وشي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG