د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

عبدالله: پر انتخاباتي اصلاحاتو سبا جدي کار پیلېږي


د افغان حکومت اجراییه ریس وايي، د هغه پروګرام له مخې چې دی او ولسمشر دواړه پرې سلا شوي په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو په هدف جدي کار به د سې شنبې له ورځې څخه پیل شي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو راوستل د حکومت ژمنه ده چې د ناټو په غونډه کې پرې یو وار بیا ټینګار وشو.

ښاغلي عبدالله وویل، د هېواد یو شمېر سیاسي مشران له دې امله چې انتخاباتي کار پیل نه شو له حکومته یې واټن واخېست خو حکومت تر اصلاحاتو وروسته د انتخاباتو لپاره ژمن دی.

عبدالله: زموږ له ژمنو څخه یوه هم انتخاباتي اصلاحات دي
عبدالله: زموږ له ژمنو څخه یوه هم انتخاباتي اصلاحات دي

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"زموږ له ژمنو څخه یوه هم انتخاباتي اصلاحات دي چې کار به پرې له سبا څخه پیل شي، د هغه پروګرام له مخې چې له ولسمشر سره پرې سلا شوي یو، ځکه د اصلاحاتو راوستل یو اصل دی او تر هغې به غیرانتخابات هم کمزوری مانا شیندي او خپل ماهیت له لاسه ورکوي."

خو ښاغلي عبدالله د دغو اصلاحاتو د څرنګوالي په اړه نور جزیات ورنه کړل، هڅه مو وکړه چې د انتخاباتي اصلاحاتو د نوي پروګرام په اړه جزیات له اجراییه ریاست او جمهوري ریاست څخه وپوښتو خو بریالي نه شو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې وه تر دې مخکې د ملي شورا ګډه کمېټه د شنبې په ورځ په دې اړه د ولسمشر غني په دوهم تقنیني فرمان بحث وکړي کوم چې ولسي جرګې رد او مشرانو جرګې د یو شمېر تعدیلاتو په راوستلو سره تایید کړی دی.

خو د مشرانو جرګې اداري پلاوي ويلي چې د ولسي جرګې له خوا تر اوسه دوی ته د ګډې کمېتې لپاره غړي نه دي معرفي شوي.

تر دې دمخه د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لومړی تقنیني فرمان د ملي شورا د دواړو مجلسونو له خوا رد شوی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې وروستیو کې ویلي وو چې د انتخاباتي اصلاحاتو بهیربه ونه درېږي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې خلک باید د هر ډول اصلاحاتو په اړه له مخکې په جریان کې وي.

د چارو کارپوه او د انتخاباتو د څار د موسسې یا "ایوا" مشر جانداد سپین غر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، که دغه اصلاحات د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون د طرحو پر بنسټ وي نو د خلکو له خوا به یې هم هرکلی وشي.

سپین غر زیاته کړه: ضرور ده چې خلک پوه شي چې د طرحې جزیات څه دي
سپین غر زیاته کړه: ضرور ده چې خلک پوه شي چې د طرحې جزیات څه دي

ښاغلي سپین غر زیاته کړه:

"ضرور ده چې خلک پوه شي چې د طرحې جزیات څه دي، که دغه طرحه هم شامل اووسي د کمېسیون د اصلاحاتو په طرحو کې نو بیا کومه مسئله نشته کېدای شي له طرحې هرکلی وشي، خو که داسې طرحه وي چې هغه یوازې د حکومت ګټې تامینوي دا به د خلکو د قبول وړ ونه ګرځي، نو که دا واضع نه شي ډېرې پوښتنې به بې ځوابه پاتې وي."

په داسې حال کې چې د انتخاباتي اصلاحاتو د نوي پروګرام د پیل په اړه جزیات به د سې شنبې په ورځ معلوم شي ښاغلي سپین ازادي راډیو ته ویلي، اوس چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه په ملي شورا کې د ولسمشر د دوهم تقنیني فرمان برخلیک معلوم نه دی، د درېیم فرمان صادرول به هم غیر قانوني وي.

ښاغلي سپین غر پخوا تر دې ازادي راډیو ته ویلي و چې حکومت باید په دې برخه کې له سترې محکمې یا له اساسي قانون د پلي کېدلو څخه د څار له کمېسیون مرسته وغواړي چې ایا ولسي جرګه په خپل وروستي تقنیني کال کې پر انتخاباتي مسایلو د بحث صلاحیت لري که څنګه؟

پر انتخاباتي اصلاحاتو سبا کار پیلېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG