د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

محمد خان: د ټاکنو په اړه فرمان دې د ولسي جرګې رخصتیو کې صادر شي


د افغان حکومت اجراییه ریاست وایي، که د ملي شورا ګډه کمېټه د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړي نو باید د دغې شورا د رخصتیو پر مهال بل فرمان صادر او عملي شي.

دا په داسي حال کې ده چې لا هم د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډې کمېټې پرېکړه نه ده کړې.

د اجراییه ریاست لومړی مرستیال انجینیر محمد خان وایي، له زماني اړخه په خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو تر سره کیدل ممکنه نه دي.

ښاغلي محمد خان له ازادي راډيو سره ځانګړې مرکه کې وویل چې دی ولسي جرګې ته د تقنیني فرمان د لېږلو مخالف دی او د حل لاره یې د دغې جرګې د تعطیلاتو پر مهال د فرمان صادرول او عملي کېدل دي.

هغه زیاته کړه:

"باید و وایم لاره یې دا ده چې د پارلمان د تعطیل په وخت کې دي ولسمشر فرمان صادر کړي، همدغه فرمان عملي او له مخې یې اجرات وشي، کیدای شي دا فرمان د کمېسیون له خوا تایید شي چې په هغه صورت کې به کار مخته ولاړ شي."

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د دوهم ځلې لپاره ولسي جرګې رد کړ خو مشرانو جرګې بیا له ځينو تعدیلاتو سره تایید کړ.

اوس به د دواړو جرګو ګډه کمېټه د دغه فرمان د برخلیک په اړه پریکړه کوي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، ښایې ګډه کمېټه تر کوچیني اختر وروسته خپل کار پیل کړي.

افغان حکومت د روان کال د میزان میاشتې ۲۴مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده.

اخوا د انتخاباتو د څار د موسسې مشر جانداد سپین غر وایي، تر هغو چې د اوسني فرمان برخلیک معلوم نشي نو حکومت نشي کولای بل فرمان صادر کړي.

خو دی وایي غوره لاره یې له سترې محکمې د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې د تفسیر غوښتل دي.

سپین غر:غوره لاره یې له سترې محکمې د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې د تفسیر غوښتل دي
سپین غر:غوره لاره یې له سترې محکمې د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې د تفسیر غوښتل دي

هغه زیاتوي:

"ښه لاره یې دا ده چې له سترې محکمې نه د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې تفسیر و غوښتل شي، که چیرته تفسیر داسي ورکړل شي چې پارلمان نشي کولای انتخاباتي مسایل په وروستي کال کې خپله اجنډا کې و نیسي نو دا به دا مسایل بنیادي حال کړي."

ښاغلی سپین غر زیاتوي که فرمان بیا هم د ملي شورا د ګډې کمېټې له خوا ردیږي نو ولسمشر کولای شي بل فرمان پرته له دې چې شورا ته یې واستوي، صادر او له مخې یې اجرات وکړي.

خو افغان حکومت وایي، په هر صورت به د انتخاباتو موضوع په جدیت سره تعقیبوي او دا بهیر به و نه دریږي.

جمهوري ریاست ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته یې لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي او انتخابات به په خپل وخت وشي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG