د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

افغان حکومت: د انتخاباتو بهیر به ونه درېږي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، که چېرې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان په ګډه کمېټه کې تر بحث وروسته د ولسي جرګې له خوا تصویب نه شي د انتخاباتو بهیر به ونه درېږي او حکومت به یې په جدي ډول تعقیب کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تمه دا ده چې ګډه کمېټه د یاد فرمان د اختلافي ټکو پر سر- سره سلا شي.

ښاغلي مرتضوي دغه شان وویل، که چېرې دغه فرمان د ملي شورا له خوا تائید شي د انتخاباتو د بهیر له چټکتیا سره ډېره مرسته کوي.

مرتضوي: سنا مجلس د انتخاباتو د بهیر د چټکتیا په برخه کې یو لوی ګام واخېست
مرتضوي: سنا مجلس د انتخاباتو د بهیر د چټکتیا په برخه کې یو لوی ګام واخېست

مرتضوي زیاته کړه:

"سنا مجلس د انتخاباتو د بهیر د چټکتیا په برخه کې یو لوی ګام واخېست او دا له نوموړي مجلس څخه د افغانستان د خلکو او حکومت تمه وه، هیله دا ده چې په ګډې کمېټه کې هم دغه فرمان تائید شي او د تائید په صورت کې ډېره مرسته کوي چې د انتخاباتو بهیر ګړندۍ شي، خو که تائید نه شي هم د انتخاباتو بهیر به ونه درېږي، حکومت هڅه کوي چې له بېلابېلو بنسټونو سره دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي."

د افغانستان مشرانو جرګه د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان د ځینو تعدیلاتو په راوستلو سره د رايو په اکثریت تائید کړ.

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کېدل، د درېیو کلونو لپاره د انتخاباتو د کمېسیون د رییس د کار موده، د انتخاباتو له څارونکو څخه د دوو بهرنیو اتبعاو لېرې کول او د رایو ورکوونکو د لړ لیک لېرې کول هغه تعدیلات وو چې د مشرانو جرګې له خوا په دغه فرمان کې راغلل.

تر دې دمخه د ولسمشر همدا فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شوی و.

د یادې جرګې غړو ویلي وو چې یاد فرمان په خپل وخت ولسي جرګې ته نه دی رسیدلې او ځیني برخې یې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، اوس چې دغه فرمان د ملي شورا د یو مجلس له خوا رد او د بل له خوا تایید شوی باید د بحث لپاره د دواړو مجلسونو له غړو څخه جوړ ګډ کمېسیون ته اړوند شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي چې ښايي د راتلونکې شنبې په ورځ د ګډ کمېسیون لپاره د ولسي جرګې له لوري پلاوی معرفي او به خپل کار پیل وکړي.

عرفان:ګډ کمېسیون باید پرېکړه وکړي چې کومه نظریه د خپل مقابل لوري قناعت خپلولای شي
عرفان:ګډ کمېسیون باید پرېکړه وکړي چې کومه نظریه د خپل مقابل لوري قناعت خپلولای شي

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"ښايي د شنبې په ورځ زموږ له لوري دغه پلاوی معرفي شي، ځکه چې تر اوسه پورې اړوند کمېسیون نه دې ځانګړی کړی، د شنبې په ورځ موږ ته معرفي کېږي او په تالار کې به د تایید وړ وګرځي چې په خپل کار پیل وکړي، په هر حال ګډ کمېسیون باید پرېکړه وکړي چې کومه نظریه د خپل مقابل لوري قناعت خپلولای شي او زه هیله من یم چې دوی په یو ښه تفاهم سره نتیجې ته ورسېږي او مجلس یې تایید کړي."

سپین غر: دا فرمان رد شي، باید د ولسمشر له خوا بل نوی فرمان ورکړل شي.
سپین غر: دا فرمان رد شي، باید د ولسمشر له خوا بل نوی فرمان ورکړل شي.

په ورته وخت کې له انتخاباتو څخه د څار د موسسې یا ایوا مشر جاندا سپین غر وايي، که دا فرمان بیا هم د ولسي جرګې له لوري رد شي، باید د ولسمشر له خوا بل نوی فرمان ورکړل شي.

ښاغلی سپین غر وايي، بله قانوني لاره دا ده چې حکومت د ملي شورا له خوا د یاد فرمان د ردېدلو په تړاو د سترې محکمې او یا هم د اساسي قانون پر پلي کېدلو د څار د کمېسیون د حکم له مخې انتخابات تر سره کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG