د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د ټاکنو د تقنیني فرمان په اړ د ملي شورا کمېټه شنبه کار پیلوي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري هیئت وایي، د ولسي او مشرانو جرګې ګډه کمېټه به د انتخاباتو په اړه د ولسمشر پر تقنیني فرمان د اختر په څلورمه خپله رسمي غونډه پیل کړي.

حسیب الله کلیمزي تمه څرګنده کړه چې دغه کمېټه به د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال وایي، تمه کېږې د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه به ګډه کمېټه د راتلونکې اوونۍ تر پایه پوري پرېکړه وکړي.

حسیب الله کلمیزي د پنجشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې ولسي او مشرانو جرګې به د ګډې کمېټې غړیتوب ته راتلونکې شنبې خپل غړي معرفي او بیا به لومړی ناسته هم ولري.

کلیمزی: زما په نظر دا ناسته به تر یوې اوونۍ زیات دوام ونه کړي.
کلیمزی: زما په نظر دا ناسته به تر یوې اوونۍ زیات دوام ونه کړي.

هغه زیاته کړه:

"امید دا دی چې دواړه مجلسونه به د مشترک کمېسیون غړي داختر په څلورمه معرفي او رسمي ناسته پیل شي، زما په نظر دا ناسته به تر یوې اوونۍ زیات دوام ونه کړي."

ښاغلی کلیمزی وایي د دغه کمېټې لپاره به دواړي جرګې په مساویانه توګه غړي معرفي کوي.

کلیمزی:که ګډه کمېټه هم کومه پرېکړه و نه کړي نو بیا به ولسي جرګه یو وار بیا دا فرمان دوهم ثلث ته وړاندې کړي
کلیمزی:که ګډه کمېټه هم کومه پرېکړه و نه کړي نو بیا به ولسي جرګه یو وار بیا دا فرمان دوهم ثلث ته وړاندې کړي

نوموړی زیاتوي چې که ګډه کمېټه هم کومه پرېکړه و نه کړي نو بیا به ولسي جرګه یو وار بیا دا فرمان دوهم ثلث ته وړاندې کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د دوهم ځلې لپاره ولسي جرګې رد کړ خو مشرانو جرګې بیا له ځينو تعدیلاتو سره تایید کړ.

اوس به د دواړو جرګو ګډه کمېټه د دغه فرمان د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

افغان حکومت د روان کال د میزان میاشتې ۲۴مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده.

اخوا د انتخاباتو د څار د موسسې ایوا مشر جانداد سپین غر وایي، که انتخابات ځنډېږي هم بیا هم دا اړینه ده چې حکومت ژر تر ژره د اصلاحاتو بهیر پیل کړي.

د انتخاباتو د څار د موسسې ایوا مشر جانداد سپین غر
د انتخاباتو د څار د موسسې ایوا مشر جانداد سپین غر

نوموړي زیاته وي:

"د انتخاباتو د تر سره کېدو لپاره وخت کم دی او نا ممکنه ده چې دغه انتخابات وشي، خو لږ تر لږه د مدني ټولنې غوښتنه دا ده چې که اصلاحات پیل شي نو دا به خلکو ته یقین ورکړي چې حکومت د اصلاحاتو لپاره کار کوي."

ښاغلی سپین غر زیاتوي که فرمان بیا هم د ملي شورا د ګډې کمېټې له خوا ردېږي نو ولسمشر کولای شي بل فرمان پرته له دې چې شورا ته یې واستوي، صادر او له مخې یې اجرات وکړي.

نوموړی سپارښتنه کوي چې غوره لاره یې دا ده چې د ستري محکمې او د اساسي قانون د څار له کمېسیون څخه د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې تفسیر و غوښتل شي چې آیا ولسي جرګه په وروستي کال کې کولای شي انتخاباتي مسایل په خپلو اجنډاو کې شامل کړي او که څنګه؟

راپور: محمد قسیم سله مل

XS
SM
MD
LG