د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

حسیني: ولسي جرګې د کډې کمېټې د غړیو ټاکلو کې بې غوري کړې


د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، د ملي شورا ګډې کمېټې د ولسي جرګې له لورې د غړیو د نه معرفي کېدو له امله و نشو کړای په کار پيل وکړي.

تمه کېده د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د بحث لپاره د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه کمېټه د شنبې په ورځ خپل کار پیل کړي خو د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایې چې دغې کمېټې ته تر اوسه د ولسي جرګې له خوا غړي نه دي معرفي شوي.

د مشرانو جرګې دویم منشي نجیبې حسیني د شنبې په ورځ له آزادي راډيو سره خبرو کې ولسي جرګه په بې پامۍ تورنه کړله او ویې ویل چې دوی د تېري اوونۍ په یکشنبې د ګډې کمېټې د غړیو د معرفي کولو لپاره رسماً ولسي جرګې ته مکتوب لېږلی و.

هغه زیاته کړه:

"تېره یکشنبې موږ د مشرانو جرګې پرېکړه د مکتوب په بڼه ولسي جرګې ته و لېږله او له دوی مو و غوښتل چې د ګډ کمېسیون لپاره خپل غړي معرفي کړي، و به لیدل شي چې دوی آیا اجرات کړي که نه، فکر کوم لکه څنګه چې دوی فرمان رد کړ ښایې ډېر ګډ کمېسیون ته هم پام و نه کړي."

د مشرانو جرګې دویم مرستیال د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته ویلي و چې د ملي شورا ګډه کمېټه به د شنبې په ورځ خپله لومړنۍ غونډه تر سره کړي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان بیا وایي چې د مشرانو جرګې مکتوب د شنبې په ورځ دوی ته و رسېد.

د نوموړي په خبره د دغې کمېټې غړي به سبا ته و ټاکل شي او د دوشنبې ورځې ته به عمومي مجلس ته د رای اخیستلو لپاره معرفي شي.

عرفان: د مشرانو جرګې مکتوب د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته ورسېد
عرفان: د مشرانو جرګې مکتوب د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته ورسېد

هغه زیاته کړه:

"دا چې څلور ورځې د اختر رخصتۍ وې، نو د دوی مکتوب نن موږ ته را و رسېد او موږ مربوطه کمېسیون ته واستوه او هغوی به نن یا سبا خپل غړي مشخصوي، که چیرته عدلي او قضایې کمېسیون سبا ته خپل غړي و ټاکي نو دوشنبې ته ورباندي رای اچونه کوو او وروسته بیا هغوی کار پیلوي."

د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره د ولسمشر تقنیني فرمان د دوهم ځل لپاره ولسي جرګې رد خو مشرانو جرګې له ځينو تعدیلاتو سره تایید کړ.

د قانون له مخې، کله چې د ولسمشر فرمانونه د ولسي جرګې له خوا رد او مشرانو جرګه یې بیا تایید کړي نو یوه ګډه کمېټه جوړېږي او د دغو فرمانونو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

له دې مخکې جمهوري ریاست ویلي و چې د انتخاباتي اصلاحاتو بهیر به و نه درېږي.

اخوا د ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده آزادی راډيو ته وویل چې ولسي جرګه د ولسمشر پر تقنیني فرمان د بحث او ګډې کمېټې په برخه کې وخت ضایع کوي.

دی وایي د انتخاباتي سیسټم په اصلاح کې ځنډ پر راتلونکو انتخاباتو منفي اغېزه لري.

ایوب زاده: د انتخاباتي سیسټم په اصلاح کې ځنډ پر راتلونکو انتخاباتو منفي اغېزه لري.
ایوب زاده: د انتخاباتي سیسټم په اصلاح کې ځنډ پر راتلونکو انتخاباتو منفي اغېزه لري.

هغه زیاته کړه:

"موږ د انتخاباتو د اصلاح او تر سره کیدو له نا څرګند وضعیت په اړه اندیښنه لرو، دا وضعیت حکومت او د ولسي جرګې ځینو غړیو رامنځ ته کړی دی."

افغان حکومت د میزان ۲۴ مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره وخت ټاکلی دی.

خو ښاغلی ایوب زاده وایي، دا نا ممکنه ده چې دغه انتخابات په خپل وخت وشي.

د نوموړي په خبره که انتخابات پرته له اصلاحاتو په خپل وخت هم وشي، د خلکو لپاره به د منلو وړ نه وي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG